د اسلامي وحدت د کانفرنس ګډونوالو د امام خمیني رح درنښت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107164-د_اسلامي_وحدت_د_کانفرنس_ګډونوالو_د_امام_خمیني_رح_درنښت_وکړ
ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي وحدت په پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس کښې ګډون لرونکو خارجي میلمنو د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ستر مقام درنښت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2021 01:55 Asia/Kabul
  • د اسلامي وحدت د کانفرنس ګډونوالو د امام خمیني رح درنښت وکړ

ایران پریس خبري اژانس وايي د اسلامي وحدت په پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس کښې ګډون لرونکو خارجي میلمنو د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ستر مقام درنښت وکړ .

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حمید شهریاري او  د یولسو (۱۱) اسلامي هیوادونو یوشمیر علماو د اسلامي وحدت په پینځه دیرشم (۳۵) نړیوال کانفرنس کښې له ګډون کونکو خارجي میلمنو سره یوځاې  پرون په تهران کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په حرم کښې په شتون سره د هغه ستر مقام درنښت وکړ .

په دغو مراسمو کښې ګډون کونکو د فاتحې په لوستلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ستر مقام درنښت وکړ .

په تهران کښې د وحدت پینځه دیرشم (۳۵)نړیوال کانفرنس د وحدت له اونۍ سره په یووخت د تلې د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه د لړم د میاشتې تر دوهمې (۲) نیټې پورې ترسره کیږي .