روسیه د طالبانو په رسمیت د پیژندلو په لور حرکت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107198-روسیه_د_طالبانو_په_رسمیت_د_پیژندلو_په_لور_حرکت_کوي
ایتارتاس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل مسکو په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو په لور د حرکت په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2021 09:36 Asia/Kabul
  • روسیه د طالبانو په رسمیت د پیژندلو په لور  حرکت کوي

ایتارتاس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل مسکو په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسمیت د پیژندلو په لور د حرکت په حال کښې دی .

هغه وویل روسیه د طالبانو ډلې د حکومت په رسمیت د پیژندلو په لور د حرکت په حال کښې دی خو د دغه کار ترسره کیدل د هماغه لارې کچ کولو ته ضرورت لري چې دغه ډلې یې په روسیې کښې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامله کړي ده .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د طالبانو ډلې په رسمیت د پیژندلو د احتمال په هکله چې حاضردمه په روسیې کښې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامله ده وویل داسې ښکاري په دغه مرحلې کښې د طالبانو په رسمیت پیژندلو ته نږدې کیږو .

په عین حال کښې د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د ماسکو لخوا د  هر ډو مهال ویش د ټاکلو د ردولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ طالبان باید د بشري حقوقو او د حکومت د پراخ بنسټه کیدا په هکله د نړۍ د هیوادونو هیلې پوره کړي .