ایران د پناه غوښتونکو اصلي ملاتړی هیواد دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107420-ایران_د_پناه_غوښتونکو_اصلي_ملاتړی_هیواد_دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د خارجي مهاجرینو او ښاریزو د چارو مسول مهدي محمودي په تهران کښې د اسټرالیا له سفیر او د افغانستان په چارو کښې د اسټرالیا له ځانګړي استازي سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د پناه غوښتونکو او د کډوالو یو(۱) اصلي ملاتړی و او دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2021 02:58 Asia/Kabul
  • ایران د پناه غوښتونکو اصلي ملاتړی هیواد دی

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو د وزارت د خارجي مهاجرینو او ښاریزو د چارو مسول مهدي محمودي په تهران کښې د اسټرالیا له سفیر او د افغانستان په چارو کښې د اسټرالیا له ځانګړي استازي سره په کتنې کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د پناه غوښتونکو او د کډوالو یو(۱) اصلي ملاتړی و او دی .

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو مهاجرینو او د ښاریزو د چارو مسول مهدي محمودي پرون د افغانستان په چارو کښې د اسټرالیا له ځانګړي استازي ډنیل اسلوپر او په تهران کښې د اسټرالیا له سفیر لینډال ساش او ورسره پلاوي سره د افغانستان د بدلونونو ، د پناه غوښتونکو د چارو او د نویو راتلونکو کډوالو په هکله خبرې وکړې .

محمودي وویل ایران له هیڅ توپیر پرته د  زده کړې د روغتیا ، د درملنې د سلامتیا ، معیشت ، د حرفې د زده کولو ، کار او دغه راز په ناڅاپه پیښو کښې د مرستې په برخو کښې زیاتو  خارجي مهاجرینو او پناه غواړو ته بیلابیل خدمات وړاندې کړي دي .

هغه وویل ایران د نړیوالو ټولنو لخوا په ډيرو کمو مرستو ترلاسه کولو سره د افغانستان د بیا رغونې او ابادولو لپاره خپل هیواد ته د افغانستان د کډوالو په خپله خوښه بیرته ستنیدا کښې مهم رول لرلی دی .

د افغانستان په چارو کښې د اسټرالیا ځانګړي استازي ډنیل اسلوپر هم په دغه کتنې کښې د پناه غوښتونکو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د کوربه توب د قدرونې او د مننې په ترڅ کښې وویل مونږ به ټوله هڅه وکړو چې د پناه غوښتونکو په هکله مشکلات حل زر حل شي .

په تهران کښې د اسټرالیا سفیر لینډال ساکس هم په ایران کښې پناه غوښتونکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کښې د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل د راتلونکي میلادي کال په پروګرامونو کښې به  په  پریکنده توګه دغه چاره محققه  شي .