ګاونډي هیوادونه د افغانستان د کړکیچ په هکله رغنده کړچار لري
د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي «ابوالفضل عمويي » ټینګار وکړ د افغانستان امنیت د ګاونډیو هیوادونو لپاره مهم دی او دغو هیوادونو د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره رغونده کړچار غوره کړی دی .
ابوالفضل عمويي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په تهران کښې د افغانستان او د روسیې د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د افغانستان د مسائیلو په سوله ییز ډول د حل کولو لپاره د تهران لخوا مثبت اقدام وباله .
د ایران د پارلمان د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي زیاته کړه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د نظر په وحدت سره چې رامینځته شو او د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو د ټولو غړیو ټینګار د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له نظره د افغانستان د موضوع د حل کیدا لپاره مخ په وړاندې ګام دی .
هغه وویل د ایران د خارجه وزارت اقدام سبب کیږي چې تهران د افغانستان په موضوع کښې خپل رول په فعالانه ډول تعقیب کړي .
ابوالفضل عمويي وویل د افغانستان امنیت د ایران لپاره لومړیتوب لري ځکه چې د ایران سرحدونه د دغه موضوع تر اغیز لاندې دي .
د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي وویل ایران د افغانستان د څه د پاسه درې نیم میلیونه کډوالو کوربه دی چې په احترام سره په ایران کښې وسیږي او په افغانستان کښې د شرایطو سختیدل د ګاونډیو هیوادونو لپاره هم مشکلات رامینځته کولای شي .
هغه افغانستان ته د امریکا ورتل او د وتلو ډول ډول والی د افغانستان د مشکلاتو جرړه وبلله او ویې ویل نن سبا د افغانستان ګاونډیو هیوادونو وښودله چې د دغه هیواد په هکله رغنده کړچار تعقیب کړي .