چین ایټمي مذاکراتو ته د ایران له استنېدو څخه هرکلی وکړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي هیواد یې په ویانا کې ایټمي مذاکراتو د ایران له بیرته استنېدو او تهران ته د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ مشر ته له بلنې څخه قدرونه کوي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ ون بین په یوه خبري غونډه کې د دې په بیانولو سره چي بیجینګ د شخړو د سوله ایز حل په موخه له دواړو لورو له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي، وویل: دا د نړیوالي ټولنې د ګډو ګټو په لړ کې دی چي برجام نړیوالي ایټمي موافقه بیرته فعاله شي او په سیمه کې سوله او ثبات راشي.
د چین د بهرنیو چارو ویاند زیاته کړه: په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو په مخکنیو پړاونو کې هم ځینې مهمي موافقې شوې وي، خو د مذاکراتو ټول اړخونه باید د عدالت په بنیاد خبرو اترو ته ژمن ووسي او امریکا هم په ایران باندې خپل د فشار سیاست د بدلولو په موخه اقدام وکړي.
هغه وویل: چین په ایټمي مذاکراتو کې به رغنده رول ولوبوي او د برجام له نړیوالي موافقې څخه په کلکه به دفاع وکړي او د ایران د ایټمي مسالې د ډیپلماټیک حل په موخه هڅې زیاتي کړي.
په ایټمي مذاکراتو کې د اختلاف یو ستر لامل په ایران باندې د غیرقانوني بندیزونو په دوام باندې د امریکې ټینګار دی.