استکبار د ناامنۍ له رامینځته کولو پرته بله موخه نلري
ایرنا خبري اژانس وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ د استکبار د نن ورځې حرکت له ناامنۍ پرته بل هدف نلري .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابوترابي فرد د نن ورځې د جمعې لمانځه په خطبو کښې داعش داسې ډله چې استکبار جوړه کړي ده وبلله او ویې ویل استکبار د هیوادونو په تیره بیا د مسلمانانو هیوادونو جایزې ګټې نه تامینوي .
هغه وویل د استکبار ننی حرکت د حضرت امام علي علیه السلام په وخت کښې د معاویه په شان له ناامنۍ پرته بل هدف نلري .
ابوترابي فرد په دې خبرې سره چې اصل په دیني تفکر کښې د حکومت جوړول او د نظام جوړول دي وویل په قران او د پیغمبر په سیرت کښې په سلګونو سندونه د دې ښودنه کوي چې الهي انبیاو او په تیره بیا پیغمبر اکرم حضرت محمدص د سیاسي نظام د جوړولو او د حکومت د جوړولو او د داسې انسان د جوړولو لپاره چې د هغه پاڅون د عدل او د داسې ټولنې لپاره چې د عدل پراساس وي او عادل انسانان تربیت کیږي قدم پورته شوی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب زیاته کړه انبیاو او امامانو د ابدي نیکمرغۍ لپاره د انسان د شتون د زمینې د برابرولو لپاره د سیاسي نظام د جوړولو اقدام وکړ او له علمي او اخلاقي اصولو او له یوه(۱) کارنده سیاسي نظام پرته د الهي هدفونو د تحقق امکان نشته .