تهران سره د همکاریو لپاره د باکو غوښتنې
د تهران او باکو ترمینځ د پراخېدونکو اړیکو له دښمنانو سره په ملتیا کې په دې وروستیو کې د اذري چارواکو له لوري د ایران په ضد د ناسمو او دروغجنو تورونو له طرحه کېدو سره سره، اوس د اذربایجان د جمهوریت ځینې چارواکي بیا ځلي د دولو اسلامي او همسایه هیوادونو تر مینځ د اړیکو رغېدا په خپله اجنډا کې راوستي ده،
د اذربایجان چارواکي په تېره بیا د دې هیواد ولسمشر الهام علی اف د ناسمو تورونو په مطرحولو سره د اذربایجان له نیواکي سیمو له لاري په ایران د مخدره توکو د قاچاق تور ولګاوه، د الهام علی اف د کابینې غړي د دې په ویلو سره چي ایران د ارمنستان په مرسته په تېرو دریو لسیزو کې د اذربایجان د سیمو له لاري مخدره مواد قاچاق کول، د مسلمان ولسونو له دښمن سره د ملګرتیا تر څنګ، په تیره امریکا او اسرائیل، هڅه کړې چي د ارس سیند په شمال کې د یوازنی اسلامي هیواد د ازاد شویو سیمي د نړیوالي ټولنې لپاره د یوې مهمي مسالې به توګه مطرح کړي.
د اذربایجان چارواکي په تېرو دریو لسیزو کې د دې هیواد له دولت او ولسونو سره د ایران په دوامداره مرستو باندې د سترګو په پټولو سره، ایران د ارس د شمال د مسلمانانو د خپلواکی او د ولسونو دښمن معرفي کړی دی، دا په داسي حال کې دی چي تر دې مخکې اذري چارواکو به تل د ایران له مرستو قدرونې کولې، د دې هیواد ولسمشر د ارمنستان د فوځیانو په تر ښړلو او د اذربایجان د پراخو سیمو تر ازادولو وروسته د ایران او اذربایجان تر مینځ له ګډو پولو څخه د دوستی او د وروګلوی د سرحد په توګه یادونه وکړه، لیکن د حالاتو تر برابرېدو وروسته اذري چارواکو هڅه وکړه چي د دواړو هیوادونو د اړیکو د دښمنانو د منافعو په لړ کې د ایران په ضد دروغجنې ادعاوې مطرح کړي، د اذربایجان د جمهورید قدرونو د یوې بیلګې په توګه د دې هیواد د مخکني سفیر وېناو ته اشاره کوو، په ایران کې د اذربایجان مخکنی سفیر بنیاد حسین اف د روان کال په مارچ میاشته کې د دې په ویلو سره چي د ایران اسلامي جمهوریت تل د اذربایجان د ولس او د حکومت ملاتړ کړی، غوره ګفتمان په کنفرانس کې په قم کې ویلي وه، د اذربایجان ولس او دولت به هیڅکله د ایران مرستي له یاده نه وباسی،
دغه اذری سیاستوال همدارنګه د قره باغ د لومړي جګړې پر مهال د ایران مالي او فوځي مرستې کارنده وبللې او ویي ویل: که د ایران مرستي نه وای ارمنستان به د اذربایجان څخه نوري هم سیمي هم نیولي وای.
د قره باغ په دوهمه جګړه کې اذربایجان جمهوریت سره د ایران مرستې تر لومړي جګړې هم زیاتي وې، په دې زمینه کې د باکو چارواکي هم اعتراف کوي، خو سره له دې په دې وروستیو کې اذری چارواکو خپل دریځ بدل کړي او د دې په پلمې سره چي اوس ایران په کمزوري موقعیت کې قرار لري هڅه کړي چي په ایران باندی د دروغجنو تورونو په لګولو سره ایران د اذربایجان د جمهوریت دښمن معرفي کړي.
سره له دې اوس د اذربایجان د جمهوریت استازی المان نصیراف ویلي چي باکو غواړي له ایران سره اړیکي دوستانه کچي ته ورسوي، د الهام علی اف حکومت ته نږدې سیاستوال او د پارلمان دغه استازی ادعا وکړه چي د الهام علی د دحکومت لپاره له ګاونډو هیوادونو سره دوستانه اړیکي په تېره بیاله ایران سره، لومړیتوب لري.
د دغه اذری چارواکی وېناوې ښیي چي د الهام علی اف د حکومت چاوراکي په مختلفو حالاتو کې شکل او بڼه بدلوي او د اعتماد وړ نه دي، د الهام علی اف د حکومت د سیاستونو یوه بله بېلګه دا دی چي د اذربایجان د ازاد شویو سیمو د بیارغونې لپاره د ایراني شرکتونو د چمتووالې او پرلپسې ټینګار سره سره، د اذربایجان حکومت د یادو سیمو په بیارغونه کې د ایراني شرکتونو د ګډون مخالفت کوي، په داسي یو حالاتو کې د باکو او تهران تر مینځ د اړیکو روغونه له شک او شبهې سره دي. په داسي حال کې چي د الهام علی اف دولت هڅه کوي ایران د اذربایجان دښمن معرفی کړي،
په داسي حال کې چي د باکو پوري د تړلي رسنیو تبلیغات د ایران په ضد رواني دي، د ایران او د اذربایجان د جمهوریت تر مینځ اړیکې نه شي رغېدای، ترهغه چي د باکو په رسنیو کې د ایران په ضد تبلیغات بند شي.