د ولس برخليک له هيڅ يو هېواد سره نه تړوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107610-د_ولس_برخليک_له_هيڅ_يو_هېواد_سره_نه_تړوو
د ايران خارجه وزير وويل: د ولس او هېواد برخليک له برجام او هيڅ يو هېواد سره په مطلقه توګه نه تړوو. ګډې ګټې د تعلقاتو بنياد دے.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 31, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • د ولس برخليک له هيڅ يو هېواد سره نه تړوو

د ايران خارجه وزير وويل: د ولس او هېواد برخليک له برجام او هيڅ يو هېواد سره په مطلقه توګه نه تړوو. ګډې ګټې د تعلقاتو بنياد دے.

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان د تهران چاپ له ايران ورځپاڼې سره په مرکه کښې د دې په بيانولو سره چې مونږ د ديارلسم حکومت د بهرني سياست د بنيادي جوړولو لپره د متوازن بهرني سياست او د فعالې، خوزنده او هوشمندې ډېپلومېسۍ په نومونو سره څو خصوصيتونه ټاکلي دي وويل: له متوازن بهرني سياست نه مراد دا دے چې د ګاونډيانو په شمول د ځينو هېوادونو په اړه زمونږ ترجيح ورکول به د نړۍ له نورو هېوادونو سره له تعلقه د غفلت په معنا نه وي.

هغه زیاته کړه، مونږ به د نړۍ له نورو ټولو برخو سره په تعلقاتو کښې متوازنه ډېپلومېسي خپله کړوو، يعنې له دې سره په يو وخت چې د ديارلسم حکومت د پام وړ ترجيح ګاونډيان او اېشيا محوري ده د اروپا په برخه کښې هم فعاله، خوزنده او هوشمنده ډېپلومېسي تعقيبووو او له دې هر څه نه علاوه لاتيني امريکا او افريقه هم نه هېروو.

امير عبدالهيان واضحه کړه: له بلې خوا به مونږ له نړيوالو ادارو سره له کاره هم غفلت ونه کړوو او د نړيوالو ادارو کارکاردګۍ البته هغو خلاف ورزيو ته چې په خاصه توګه د نړيوالو تعلقاتو په تئوريکو مباحثو کښې شتون لري پاملرونه کوو.