د امریکا د ځوړتیا نړیواله غونډه په تهران کښې پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107716-د_امریکا_د_ځوړتیا_نړیواله_غونډه_په_تهران_کښې_پیل_شوه
زمونږ خبریال وايي له امریکا د وروسته نړۍ په کړچار سره په نړیواله سویه د امریکا د ځوړتیا دوهمه (۲) غونډه نن په تهران کښې شروع شوه . دغه غونډه په اتو(۸) چورلیزونو او د کورنیو او د خارجي متفکرانو په ګډون سره ترسره کیږي او دوه سوه پنځوسو (۲۵۰) کسانو په دغه کانفرنس کښې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 09:57 Asia/Kabul
  • د امریکا د ځوړتیا نړیواله غونډه په تهران کښې پیل شوه

زمونږ خبریال وايي له امریکا د وروسته نړۍ په کړچار سره په نړیواله سویه د امریکا د ځوړتیا دوهمه (۲) غونډه نن په تهران کښې شروع شوه . دغه غونډه په اتو(۸) چورلیزونو او د کورنیو او د خارجي متفکرانو په ګډون سره ترسره کیږي او دوه سوه پنځوسو (۲۵۰) کسانو په دغه کانفرنس کښې د ګډون لپاره نومونه لیکلي دي .

دغه راز اوویشت (۲۷) ایراني او خارجي موسسې د دغه غونډې په ترسره کولو کښې ملګرتیا کوي او له مخکې غونډې څخه تر دغه غونډې پورې د خارجي متفکرانو او پوهانو په ګډون سره هم دولس (۱۲) غونډې ، دوه ویشت (۲۲) مرکې او پینځویشت(۲۵) خارجي پیښې ترسره شوي دي .

دغه راز د تهران په غونډې کښې په تخصصي پنلونو کښې په فارسۍ ژبه کښې درې څلویښت (۴۳) او په انګریزۍ ژبه کښې شپږ (۶) مقالې وړاندې کیږي .