امریکا د ایران په سیمه ییز قدرت سترګې نشي پټولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107718-امریکا_د_ایران_په_سیمه_ییز_قدرت_سترګې_نشي_پټولی
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال محمد باقر خرمشاد وویل امریکا باید د ایران سیمه ییز قدرت ومني او په خپلو ژمنو عمل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 10:40 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران په سیمه ییز قدرت سترګې نشي پټولی

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال محمد باقر خرمشاد وویل امریکا باید د ایران سیمه ییز قدرت ومني او په خپلو ژمنو عمل وکړي .

هغه د امریکا  په نړیواله سویه د ځوړتیا په دوهمې (۲) غونډې کښې په دې خبرې سره چې امریکا باید ایران د سیمې د بره قدرت په توګه ومني زیاته کړه امریکا باید د ځان پرضد د ملتونو د بایکاټ او د سپکاوي له طوفان څخه ویریږي .

خرمشاد په دې خبرې سره چې د چین ظهور ، په امریکا کښې د زیات درز رامینځته کیدل یا د امریکا د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو په شان د سیاسي کړکیچ رامینځته کیدل یا له عراق او افغانستان څخه د واشنګټن د پوځيانو وتل او په افریقا کښې  د امریکا ناکامۍ تر کومه اندازه له امریکا څخه د وروسته نړۍ له زیږیدا سره مرسته کړي ده وویل  د دنیا اکثره خلک له امریکا د وروسته نړۍ ملاتړ کوي ځکه چې په وروستیو لسیزو کښې د امریکا ظلم ژور او د نه زغملو وړ شوی دی په دې ډول چې بشري ټولنې یې اغیزمنې کړي دي نو ځکه خو دا ډول ظلمونو ته د نړۍ ځواب د دا ډول اصطلاحاتو هرکلی کول دي .

د امریکا د ځوړتیا د غونډې علمي دبیر دغه  راز په دې خبرې سره چې د څو کاله د بایکاټونو زغمل د ایران د خلکو پرضد د امریکا ستر ظلم دی وویل له خبرو اترو سره امریکا د ژمنو خلاف ورزۍ وکړه او د ایران پرضد یې ډیر بایکاټونه ولګول .

د امریکا د ځوړتیا یوه (۱)ورځنۍ نړیواله غونډه نن د اوویشتو (۲۷) خارجي او ایراني پوهنتونو په ګډون سره په حضوري او اینټرنیټي بڼه په تهران کښې پیل شوي ده .