امریکا د ایران په سیمه ییز قدرت سترګې نشي پټولی
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال محمد باقر خرمشاد وویل امریکا باید د ایران سیمه ییز قدرت ومني او په خپلو ژمنو عمل وکړي .
هغه د امریکا په نړیواله سویه د ځوړتیا په دوهمې (۲) غونډې کښې په دې خبرې سره چې امریکا باید ایران د سیمې د بره قدرت په توګه ومني زیاته کړه امریکا باید د ځان پرضد د ملتونو د بایکاټ او د سپکاوي له طوفان څخه ویریږي .
خرمشاد په دې خبرې سره چې د چین ظهور ، په امریکا کښې د زیات درز رامینځته کیدل یا د امریکا د ولسمشرۍ د وروستیو انتخاباتو په شان د سیاسي کړکیچ رامینځته کیدل یا له عراق او افغانستان څخه د واشنګټن د پوځيانو وتل او په افریقا کښې د امریکا ناکامۍ تر کومه اندازه له امریکا څخه د وروسته نړۍ له زیږیدا سره مرسته کړي ده وویل د دنیا اکثره خلک له امریکا د وروسته نړۍ ملاتړ کوي ځکه چې په وروستیو لسیزو کښې د امریکا ظلم ژور او د نه زغملو وړ شوی دی په دې ډول چې بشري ټولنې یې اغیزمنې کړي دي نو ځکه خو دا ډول ظلمونو ته د نړۍ ځواب د دا ډول اصطلاحاتو هرکلی کول دي .
د امریکا د ځوړتیا د غونډې علمي دبیر دغه راز په دې خبرې سره چې د څو کاله د بایکاټونو زغمل د ایران د خلکو پرضد د امریکا ستر ظلم دی وویل له خبرو اترو سره امریکا د ژمنو خلاف ورزۍ وکړه او د ایران پرضد یې ډیر بایکاټونه ولګول .
د امریکا د ځوړتیا یوه (۱)ورځنۍ نړیواله غونډه نن د اوویشتو (۲۷) خارجي او ایراني پوهنتونو په ګډون سره په حضوري او اینټرنیټي بڼه په تهران کښې پیل شوي ده .