څلور جمع یوه ډله د متقابلو ګټو پراساس خبرو ته چمتو ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107738-څلور_جمع_یوه_ډله_د_متقابلو_ګټو_پراساس_خبرو_ته_چمتو_ووسي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د خبرو اترو هدف یوازې خبرې کول نه دي بلکې ملموسه موافقه او متقابلو ګټو ته احترام دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2021 12:08 Asia/Kabul
  • څلور جمع یوه ډله د  متقابلو ګټو پراساس خبرو ته چمتو ووسي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د خبرو اترو هدف یوازې خبرې کول نه دي بلکې ملموسه موافقه او متقابلو ګټو ته احترام دی .

هغه وویل د امریکا سپینه ماڼۍ له ایران سره د خبرو غوښتنه کوي او اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا د چمتووالي ادعا کوي خو له دې سره په یووخت د ایران د شرکتونو او د کسانو پرضد نوي بایکاټونه لګوي .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې تهران په دقت سره د امریکا د چارواکو کړچار سنجوي ټینګار وکړ څلور(۴) جمع یوه (۱) ډله د متقابلو حقوقو او د ګټو د رعایتولو په هکله خبرو اترو ته چمتو ووسي .

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸)نیټه په یواړخیزه او غیر قانوني ډل له اټومي تړون ووتله او د زیات دباو سیاست یې په اجنډا کښې شامل کړ .

د امریکا د اوسني ولسمشر د جوبایډن حکومت چارواکو په ځلونو په صراحت سره د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي اعتراف کړی دی او ویلي یې دي اراده لري امریکا اټومي تړون ته ورستنه کړي خو تراوسه یې له داسې  اقداماتو چې دغه موافقې ته د ستنیدا لپاره ضروري وي  نه دی ترسره کړی .