امریکا په درستې نړۍ کې څه دپاسه ۴۰جنګونه پيل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i107854-امریکا_په_درستې_نړۍ_کې_څه_دپاسه_۴۰جنګونه_پيل_کړي_دي
د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان  روښانه کړې ده ،امریکا په نړۍ کې د ۷۵۰پوځي مرکزونو او اډو په جوړولو سره هڅه کړې ده ، څو په نړۍ کې هراړخیزه سیاسی سلطه رامینځةکړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 04, 2021 10:58 Asia/Kabul
  • امریکا په درستې نړۍ کې څه دپاسه ۴۰جنګونه پيل کړي دي

د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان  روښانه کړې ده ،امریکا په نړۍ کې د ۷۵۰پوځي مرکزونو او اډو په جوړولو سره هڅه کړې ده ، څو په نړۍ کې هراړخیزه سیاسی سلطه رامینځةکړي .

د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان له نړیوال استکبار سره د مبارزې د ملی ورځې په مناسبت په دستورو کې ووئیل د نړۍ په څه دپاسه څلویښتو سیمو کې ستر ۴۰جنګونه   په دنیا کې د امریکا د سیاستونو نتیجه ده .

زمونږخبریال راپور راکړ،  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  سردار حسین سلامي  نن په تهران کې  په دغو دستورو کې   په نړۍ کې د امریکا  جنګ غواړي خوي ته په اشارې سره  ووئيل ،  دغه هیواد په اروپا ، افریقا ،جنوبی امریکا، لیرې ختیځ ، مینځی ختیځ  او روسیې  کې  جنګیدلی  او د امریکا  د نیغ په نیغه جنګونو نتیجه د څه دپاسه  اته میلیون خلکو وژله ده .

 سردار سلامی ووئیل  په لنډ وخت کې د هیوادونو په داخلی چارو کې څه دپاسه دوه سوه ځله لاسوهنې ، اقتصادي بندیزونه ، پوځي جنګونه ،داخلی فتنو رامینځة کول  د هغه زبرځواک  دسیاس نتیجه ده چې  دخپل سیاسی ژوند  دتاریخ په اوږدو کې ئې  اراده کړې ،دپوځي قدرت په پراختیا سره ، پوځي موخې تعقیب کړي .

د اسلامی انقلاب  دسپاه پاسدارانو  عمومي قوماندان  روښانه کړې ده ،امریکا په نړۍ کې د ۷۵۰پوځي مرکزونو او اډو په جوړولو سره هڅه کړې ده ، څو په نړۍ کې هراړخیزه سیاسی سلطه رامینځةکړي .

سردار سلامي  د ۱۳۵۸لمریز کال د لړم د میاشتې ددیارلسمې  دپيښې په یادونې سره  زیاته کړه ،  په هغه مهال  کې چې  امریکا پخپلو مغزو کې  سیاسی او اقتصادي  او پوځي قدرت برلاسی درلود، او تر دې دمه  د ایران ملت  د ولولناک انقلاب په پیلیدا کې  د خپل اوسني قدرت سترې زمینې نه وې رامینځةکړي ، یو ستر انقلاب راوپنځيد.

نن د لړم دیارلسمه نیټه  د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې ؛له نړیوال استکبار سره  دمبارزې ملی  ورځ  ده .  دوه څلویښت کاله مخکې  په همداسې ورځ د ایران محصیلینو ، د ایران داسلامی  انقلاب په ضد دامریکا په ډيرو دسیسو باندې په اعتراض کې  په تهران کې د امریکا سفارت  چې  دجاسوسۍ په ځالې مشهور دی  ونیوۀ

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption