ایران او پاکستان باید په خپلو کرنسیو سره تجارت وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کرهڼې د جهاد وزیر وویل د بایکاټ شرایطو ته په پام سره د پاکستان او د ایران مالي راکړې ورکړې په دواړو هیوادونو کښې په دودو(رایج) کرنسیو سره ترسره کیږي چې د دواړو لورو تجارتي مشکلات ختم شي .
د ایران د کرهڼې د جهاد وزیر سید جواد ساداتي نژاد د پانګونې او د سوداګرۍ په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر له لوړرتبه سلاکار عبدالرزاق داوود سره په کتنې کښې زیاته کړه د ایران او پاکستان اړیکې ډیره مخینه لري او مونږ ګډ سرحد ، دین ، کلتور او قومونه لرو چې د دواړو هیوادونو لپاره له نن ورځ څخه لا ښه تجارتي شرایط ډالۍ کولی شي .
د ایران د کرهڼې د جهاد وزییر جواد ساداتي نژاد وویل پاکستان او ایران د کرهڼې په محصولاتو کښې سیالۍ نلري بلکې د یوبل بشپړونکي دي پر دې اساس د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو له فرصت څخه باید استفاده وشي .
ساداتي نژاد پاکستان ته د ایران د صادراتي شیانو په هکله وویل حاضردمه پاکستان ته زمونږ د صادراتو ظرفیت خرما او مڼې دي او په مقابل کښې له پاکستان څخه کنجد او وریژې واردولی شو .
د پانګونې او د سوداګرۍ په چارو کښې د پاکستان د لومړي وزیر لوړرتبه سلاکار عبدالرزاق داوود هم وویل همدا اوس د ایران او د پاکستان تجارتي او اقتصادي اړیکې د دواړو هیوادونو د اړیکو له مخینې سره هیڅ سمون نه خوري او هیله من چې وکولای شو دغه شرایط بدل کړو .