د ذوالفقار ۱۴۰۰ مانورې پیغام دوستانو ته د دوستۍ پیغام دی
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ ذوالفقار ۱۴۰۰نومې ګډه مانوره له تیرې اونۍ په مقدماتي مرحلو سره پیل شوي او پرون خپلې اصلي مرحلې ته داخله شوي او موخه ئې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د جنګی توان زیاتول دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ ویندوي سردار شاهین تقي خاني په عمان سمندر کې د پوځ د ذوالفقار ۱۴۰۰ د مانورې په اړه ، زمونږ خبریال سره په خبرو کې ووئیل ، پوځ او د وسلوالو ځواکونو ټولګه تل باید چمتوو وي او په حقیقت کې ددغه چمتووالي ساتل او لوړتیا ، دایران د اسلامی جمهوریت دپولو او په هیواد کې د تل پاتې سولې لپاره یو ضمانت دی .
د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ و یندوي هغو سلګونو مانورو ته په اشارې سره چې پوځ تر نن پورې ترسره کړي دي ، ووئیل په ذوالفقار ۱۴۰۰نومې روانې مانورې کې په دې پسې یوو څو ایراني او ځاي وسلې او تجهیزات وآزمایوو او هغه تاکتیکونه چې په پوځ کې له ګواښنو سره په تناسب کې پلان شوي دي هم ټسټ کړو .
هغه دغه را زووئیل ، دسیمې مسلمان او دوست هیوادونه دې پوهه شي ، ددغې سیمې ا منیت دسیمې د هیوادونو په لاس تامینیږي او له سیمې ورآخوا ځواک ته هیڅ ضرورت نه لرو . هغه دغه راز روښانه کړه ، ددښمنانو لپاره هم خبرداري لرو څو خیال دې وکړي او د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام او دپولو په باب هرډول کم عقل فکر کې له مغزو وباسي ، ځکه چې پوځ او وسلوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي سره د غاښ ماتونکي ځواب ورکولو وړتیاوې لري .
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ ذوالفقار ۱۴۰۰نومې ګډه مانوره له تیرې اونۍ په مقدماتي مرحلو سره پیل شوي او پرون خپلې اصلي مرحلې ته داخله شوي او موخه ئې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د جنګی توان زیاتول دي .