د ایران په ضد ددرستو بندیزونو لغوه کیدا یو ضرورت دی
د ایران خارجه وزیر دغه راز په ویانا کې د کیدونکو خبرواترو په باب هم ووئیل ، امریکا دموجوده حالاتو اصلی ګرَمه ده دغه راز د امریکا له نړیوالې ایټمي موافقې وتل ، او د درواروپائی هیوادونو بدعهدیو ،بد اعتمادي په زیاتیدونکي ډول ډیره کړې ده په نتیجې کې ئې د بندیزونو بشپړ لغوه کیدا یو ضرورت دی .
زمونږخبریال راپورراکړ،د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن سهار د جرمني له خارجه وزیر هایکو ماس سره په ټيلیفوني تماس کې د ایران په ضد د بندیزونو بشپړ لغوه کیدا یو ضرورت بللی او امریکا ئې د موجوده حالاتو اصلی ګرَمه بللې او وئيلي ئې دي ، د زور او ګواښ له ژبې استفاده هیڅ مرسته نه کوي او ایران به د چټي فضا جوړونې په وړاندې تسلیم نه کړي .
دایران خارخه وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کې په مختلفو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو د ښو ملګرتیاؤ مخینې ته په اشارې سره ، د ملګرتیاؤ د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ .
دواړو لورو همداراز په صنعتي ، ماډرن شوو انرژیو ، بټیو وکرهڼې ، طبي ، دعلم او ټيکنالوجۍ او ژواک چاپیریال په حوزو کې دملګرتیا اهمیّت ارزولی او پرې ئې ټينګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر د افغانستان مسئلو او بدلونونو ته په اشارې سره له دغه هیواد ته د لازیاتو مرستو د لیږد په ضرورت هم ټينګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر دغه راز په ویانا کې د کیدونکو خبرواترو په باب هم ووئیل ، امریکا دموجوده حالاتو اصلی ګرَمه ده دغه راز د امریکا له نړیوالې ایټمي موافقې وتل ، او د درواروپائی هیوادونو بدعهدیو ،بد اعتمادي په زیاتیدونکي ډول ډیره کړې ده په نتیجې کې ئې د بندیزونو بشپړ لغوه کیدا یو ضرورت دی .
د ایران خارجه وزیر همدرااز د تاؤریخوالی رامینځةکونکو اعلامیو او څرګندونو له صادریدا د اروپائي لورو دډډه کولو ضرورت یاد کړ او روښانه ئې کړه ، هرډول غیر دقیقې څرګندونې او له واقعیټونو سره اپوټه خبرې ، ترسره کیدونکي هلې ځلې له خطرې سره مخامخ کولی شي .
د جرمني خارجه وزیر هم په دغو خبرو کې ، جرمني د ایران بې اعتمادي درک کوي . او باید لوري خپل اعتماد بحال کړي .