د اسلامي علماو او د افغانستان د بدلونونو غونډه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108168-د_اسلامي_علماو_او_د_افغانستان_د_بدلونونو_غونډه_جوړیږي
ایران پریس خبري اژانس وايي د تبیان د ټولنیزو او د کلتوري فعالیتونو د مرکز لخوا د اسلامي علماو او د افغانستان د نویو بدلونونو نړیواله اینټرنیټي غونډه د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې لخوا د نوامبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه ترسره کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2021 02:40 Asia/Kabul
  • د اسلامي علماو او د افغانستان د بدلونونو غونډه جوړیږي

ایران پریس خبري اژانس وايي د تبیان د ټولنیزو او د کلتوري فعالیتونو د مرکز لخوا د اسلامي علماو او د افغانستان د نویو بدلونونو نړیواله اینټرنیټي غونډه د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې لخوا د نوامبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه ترسره کیږي .

د اسلامي وحدت  او د افغانستان د بدلونونو د اهمیت د نړیوال کانفرنس له ترسره کیدا وروسته د تبیان د ټولنیزو او د کلتوري فعالیتونو مرکز د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې په ملګرتیا سره د اسلامي دنیا د علماو او د افغانستان دنویو بدلونونو نړیواله اینټرنیټي غونډه د ایران د  افغانستان د  کروشیا د فلسطین د عراق د پاکستان او د هندوستان د اسلامي متفکرانو او علماو په ګډون سره د اسلامي حکومت ، د  پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په معیارونو او ځانګړنو ، د امنیت د تامینولو ، د ملت د حقوقو د احقاق او د نړیوال مشروعیت په موضوع سره ترسره کوي .

دغه اینټرنیټي غونډه په افغانستان کښې د ټولشموله او ځواب ویونکي اسلامي حکومت د رامینځته کولو ، د افغانستان د  ټولو خلکو د حقوقو د احقاق او په دغه هیواد کښې د امنیت د تامینولو لپاره د اسلامي دنیا د علماو او شخصیتونو د نظرونو د وړاندې کولو په هدف سره ترسره کیږي .