سردار گودرزي:
له وسله والو ډلو او دښمنانو سره مقابله خپل قانوني حق ګڼو
د ایران د پولیسو د سرحدي ځواکونو قومندان وویل: سرحدي قوانین باید دفاعي وي او مونږ له وسله والو ډلو او دښمنانو سره مقابله خپل قانوني حق ګڼو او په دې لړ کښې له چا سره نرمي نه کوو.
د ایران د پولیسو د سرحدي ځواکونو قومندان وویل: سرحدي قوانین باید دفاعي وي او مونږ له وسله والو ډلو او دښمنانو سره مقابله خپل قانوني حق ګڼو او په دې لړ کښې له چا سره نرمي نه کوو.
سردار جنرال احمد علي ګودرزي تیر ماښام څرګنده کړه: نن سبا د ایران د پولیسو سرحدي ځواکونه د الیکټرانیکي او آپټیکي تجهیزاتو په کارولو سره په پولو باندې په بشپړه توګه څارنه لري او د دښمنانو هرډول بریدونه شنډوي او له مختلفو دسیسو سره مقابله کوي.
هغه د پولو پیاوړتیا یو وړومبیتوب وباله او زیاته یې کړه: سره له هغو ټولو ستونزو چې په پولو کښې موجودې دي، سرحدي ځواکونه په ایثار سره د پولو ساتنه کوي.
هغه زیاته کړه: نن سبا د ایران د کردستان ولایت سرحدونه د تامین د شورا، وسله والو ځواکونو او استخباراتي ادارو د یووالي او غږملتیا په برکت، ښه امنیت لري.