د ایران د بهرنیو چارو وزارت:
د مذاکراتو د بیا پېلېدو لپاره دي ریاض خپله اراده وښیي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: ایران منتظر دی تر څو عربستان د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره خپله اراده څرګنده کړي.
سعید خطیب زاده په یوه خبري ناسته کې د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان آل سعود ادعا ته په اشارې سره وویل: هیڅه نوې پېښه نه ده رامینځ ته شوې، د مذاکراتو د بیا پېلېدو لپاره د عربستان غوښتنې ته منتظر یو.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: تر دې مخکې سیمه ایزي او دوې اړخیزي موضوع ګانې څېړل شوي دي کومه نوې موضوع نه ده مطرح شوې.
هغه همدارنګه د ترکیې له لوري د اوبو د نوي بند د جوړېدو او د ایران د اوبو د حق په هکله وویل: دغه مساله او نور سرحدي مسایل به ایران ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په سفر کې وڅېړل شي.
خطیب زاده اروپا ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي مرستیال علی باقري کني د سفر په هکله وویل: څېړنې جمع بندی ته ورسېدې او د ۱+۴ له هیوادونو سره د مذاکراتو نېټه وټاکل شوه.
هغه زیاته کړه چي خبري اترې به دوام وکړي خو موافقه دا ده چي ټول بندیزونه په یو ځلي له ایران لیري کړای شي، زموږ لپاره دا اهمیت لري چي څرنګه ویانا کې یوې غوره موافقې ته ورسېږو.