امریکا اصلي ګرَمه او د روان حالت مسئوله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108384-امریکا_اصلي_ګرَمه_او_د_روان_حالت_مسئوله_ده
د ایران خارجه وزیر بیګا له خپل ایټالیايي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دې ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 16, 2021 05:18 Asia/Kabul
  • امریکا اصلي ګرَمه او د روان حالت مسئوله ده

د ایران خارجه وزیر بیګا له خپل ایټالیايي همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په ویانا کښې راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره ټینګار وکړ، ټول لوري دې ګډ نظر ته رسیدلي دي چې امریکا د اوسني حالت مسئوله او اصلي ګرمه ده

حسین امیر عبداللهیان د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر لوئیجي ډي مایو سره د ټیلیفون پر مټ دغو خبرواترو کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې ځینو لورو د امریکې د زیاته غوښتنې په وړاندې په چپتیا سره په غیرذمه دارانه کړچار کښې، د روانو نه منل کیدونکو حالاتو په رامینځته کیدو کښې رول لرلی دی، زیاته کړه: د ایران نوی حکومت یو عمل پال او نتیجه اخیستونکی حکومت دی.

هغه وویل چې ایران خپل نظریات د مذاکرې له نورو لورو سره شریک کړي دي او یوې ښې موافقې ته رسیدو ته تیار دی خو دا کار خپلو ژمنو ته د مذاکراتي لورو بشپړې ستنیدنې ته ضرورت لري.

حسین امیر عبداللهیان د خبرو په دوام کښې د ایران او ایټالیا ۱۶۰ کلنې سفارتي اړیکې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړخونو کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ورځ تر بلې پراختیا لپاره ښه اډانه وبلله.

د ایران خارجه وزیر په دغه ټیلیفوني تماس کښې هم داشان د افغانستان د کړکیچ په هکله ، په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت له جوړیدو د ایران په ملاتړ باندې په بیاوارې ټینګار سره، د واشنګټن ناروا شتون او شرمناکه وتنه په افغانستان کښې د کړکیچنو حالاتو د سختیدو او په انساني حالاتو یې د منفي اغیزې او د کډوالو د نوې څپې لامل وبلله او زیاته یې کړه: ایران نن سبا تقریباً د څلور میلیونه افغانستاني کډوالو کوربه توب کوي او په دې وجه ضروري ده چې مسئول نړیوال سازمانونه د کډوالو د دې حالاتو په وړاندې پر خپلو دنده عمل وکړي.

امیر عبداللهیان په دغو خبرواترو کښې په یمن کښې هم خرابو انساني حالاتو ته اشاره وکړه او د دغه هیواد د محاصرې او وباندې د حملو د بندولو لپاره یې د سفارتي هلوځلو په زیاتیدو ټینګار وکړ.

په دغه ټیلیفوني تماس کښې د ایټالیا خارجه وزیر هم له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو لازیاتې پراختیا ته د خپل هیواد په هوډ باندې ټینګار وکړ.

هغه په ویانا کښې د راتلونکو خبرواترو لپاره د هلوځلو په دوام کښې له مثبت بهیره د خوښۍ په ښودلو سره هیله وکړه چې دغه بهیر مطلوبو پایلو ته ورسیږي څو د ایران او ایټالیا ترمینځ سوداګري اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.