د امریکا ګډوډ کړچار په خبرو کښې یو اصلی خنډ دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د سویزرلینډ د باندنیو چارو له وزیر ایګنازیو کاسیس (Ignazio Cassis) سره په ټیلي فوني خبرو کښې دې ته په اشارې سره چې د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا لپاره خبرې اترې له راتلونکي اونۍ څخه په ویانا کښې پیلیږي ټینګار وکړ تهران یوې(۱) ښې موافقې ته د رسیدا لپاره جدي دی خو د امریکا ګډوډ کړچار په خبرو کښې یو(۱) اصلي خنډ دی .
حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له یوې خوا اټومي تړون ته بیرته ستنیدا ته لیواله ده او له بلې خوا یې په تیرو څو اونیو کښې په دوو (۲) پړاونو کښې د ایران د شرکتونو او کسانو پرضد نور بندیزونه لګولي دي وویل د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د کړچار پراساس قضاوت کوي .
د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه ټیلي فوني تماس کښې د یمن کړکیچن حالت ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت د یمن د کلابندۍ د ختمیدا او د جنګ د پاې ته د رسیدا لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي .
هغه د سیمې او د افغانستان د حالت په هکله هم په دې خبرې سره چې ایران د افغانستان اوسنی حکومت د پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته هڅوي د ساړه موسم په درشل کښې په دغه هیواد کښې په انساني حالت اندیښنه څرګنده کړه او په افغانستان کښې انساني او د پناه غوښتونکو حالت ته د ځواب د ویلو لپاره یې د نړیوالې ټولنې د هڅې غوښتنه وکړه .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو ټیلي فوني خبرو کښې دغه راز په اروپا کښې د سویزرلینډ مهم ځاې ته په اشارې سره وویل د دواړو هیوادونو اړیکې په سمه لاره روانې دي او تهران ته د سویزرلینډ د پارلمان د مشر وروستی سفر د دواړو هیوادونو د پارلمان په اړیکو کښې د بدلون پیچومی دی .
د سویزرلینډ خارجه وزیر ایګنازیو کاسیس دغه راز د ایران او د خپل هیواد د تجارتي کانال د حالت په هکله هم غور وکړ او د ایران له لارې افغانستان ته د مرستو د استولو په لړ کښې یې د ملګرتیا لپاره چمتو والی اعلان کړ .
هغه په پاې کښې په دې خبرې سره چې سویزرلینډ په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د جوړیدا د ضرورت په هکله د ایران له اسلامي جمهوریت سره یوشان نظر لري په افغانستان کښې د ډیپلوماټیکې لارې چارې د موندلو او دغه راز له پناه غوښتونکو د کوربه توب په خاطرد ایران قدرونه وکړه .