له اټومي اژانس سره د ملګرتیا لپاره د ایران اراده جدي ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره په کتنې کښې ټینګار وکړ له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ملګرتیا لپاره د ایران اراده جدي ده .
حسین امیر عبداللهیان پرون د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره په کتنه کښې د سیف ګارډ د موافقې په چوکاټ کښې له اټومي اژانس سره د رغنده تعامل لپاره د ایران په جدي ارادې ټینګار وکړ او هیله یې وکړه تهران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر په سفر کښې متقابل اعتماد او د دواړو لورو ترمینځ ملګرتیاوې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي شوې .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د فني د حرفه اي او د بې طرفه کار په اهمیت او خارجي سیاسي دباونو ته د پام نه کولو پر ضرورت ټینګار وکړ .
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي هم په دغه کتنې کښې متقابلا د اټومي اژانس په فني ، حرفه اي او بې پلوه کړچار باندې د ټینګار په ترڅ کښې خپل سفر د متقابل درک او د خبرو اترو ، د مسائیلو د حل او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیاو د زیاتولو لپاره د ارادې نښه وباله او د ایران له اسلامي جمهوریت سره په نږدې ملګرتیا سره په راتلونکو میاشتو کښې د پاتې موضوعګانو د حل کولو لپاره د اټومي اژانس د چمتووالي خبر ورکړ .