په عشق آباد کښې د ایران او ترکمنستان  د ولسمشرانو صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i108894-په_عشق_آباد_کښې_د_ایران_او_ترکمنستان_د_ولسمشرانو_صلاح_مشورې
بیګا په عشق آباد کښې د ترکمنستان ولسمشر د اسلامي ایران د ولسمشر رسمي هرکلی وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 02:06 Asia/Kabul
  • په عشق آباد کښې د ایران او ترکمنستان  د ولسمشرانو صلاح مشورې

بیګا په عشق آباد کښې د ترکمنستان ولسمشر د اسلامي ایران د ولسمشر رسمي هرکلی وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمداف بیګا په عشق آباد ښار کښې ملاقات وکړ

بیګا په عشق آباد کښې د ترکمنستان ولسمشر د اسلامي ایران د ولسمشر رسمي هرکلی وکړ.

د هرکلي له دستورو سمدستي وروسته د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایران او ترکمنستان ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د تجارت زیاتول په دغه ملاقات کښې د بحث وړ موضوعات وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر بیګا هم داشان په عشق آباد کښې د ایران په سفارتخانه کښې، په ترکمنستان کښې د استوګنو ایرانیانو په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د ایران ولس له ټولو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کښې دی.

د ویلو ده چې ولسمشر آیت الله رئیسي د اقتصادي ملګرتیا سازمان (اکو) په پنځلسمه سرمشریزه کښې د ګډون په موخه عشق آباد ته تلی دی.

دغه غونډه نن د ترکمنستان په پلازمینې عشق آباد ښار کښې ترسره کیږي.