ځینې لوبغاړي په تخریبی اقداماتو پسې دي
ځینې لوبغاړي او ناروا هویتونه چی یوازې ژوند یې په تاوتریجنو او تخریبي اقداماتو کې دې ، جدی هڅه کوی له خبرو اترو کوټې بهر ویجاړونکی اقدامات ترسره کړي چی د مزاکراتو په بهیر کې منفی اغیزشیندي او هم په هغه تعامل سره چی د خبرواترو د ډګر له ځینو لوبغاړو سره اړیکی لري ، کوشش کوی د مزاکراتو فضا غیر رغنده او تخریبی کړي
د فارس خبري اژانس له راپور سره سم له ۴+۱ ډلې سره په خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د لوړرتبه خبروکونکې علی باقری ویلی دي ځینې لوبغاړي او ناروا هویتونه چی یوازې ژوند یې په تاوتریجنو او تخریبي اقداماتو کې دې ، جدی هڅه کوی له خبرو اترو کوټې بهر ویجاړونکی اقدامات ترسره کړي چی د مزاکراتو په بهیر کې منفی اغیزشیندي او هم په هغه تعامل سره چی د خبرواترو د ډګر له ځینو لوبغاړو سره اړیکی لري ، کوشش کوی د مزاکراتو فضا غیر رغنده او تخریبی کړي .
د ایران په نوی حکومت کې د خبرو اترو اوم پړاو د نومبر په ۲۹ د برجام د ګډ کمیشن د پرانستونکی غوندې په ترسره کولو سره پیل شو او موافقه وشوه چی د بایکاټونو د لیری کولو کاری ډلې ترسره شی او له دې وروسته همایټمی کاری ډلې د کارپیژاندو په سویه غونډه وکړی او پهخ نهایت کې د تیر شورو په ورځ علی باقری مقابل لوری ته دوه سندونه وړاندی کړل .