له نړیوالې ایټمي موافقې سره دټکرټول بندیزونه دې لغوه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109708-له_نړیوالې_ایټمي_موافقې_سره_دټکرټول_بندیزونه_دې_لغوه_شي
د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  هم نن سهار وختي  له پریس ټي وي سره په خبرو کې د  ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ادارې له مشر محمد اسلامي سره د ایټمي انرژۍ ډ نړیوال آژانس  د عمومی مدیر رافائل ګروسي  په خبرواترو کې  دپرمختګ خبر ورکړی  او وئيلی ئې دي ،د څو موضوعګانو په سر  موجود  درز هم کم شوی  او زیاتره مسئلې حل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 02:00 Asia/Kabul
  • له نړیوالې ایټمي موافقې سره دټکرټول بندیزونه دې لغوه شي

د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  هم نن سهار وختي  له پریس ټي وي سره په خبرو کې د  ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ادارې له مشر محمد اسلامي سره د ایټمي انرژۍ ډ نړیوال آژانس  د عمومی مدیر رافائل ګروسي  په خبرواترو کې  دپرمختګ خبر ورکړی  او وئيلی ئې دي ،د څو موضوعګانو په سر  موجود  درز هم کم شوی  او زیاتره مسئلې حل شوي دي .

د ایران مرستیال خارجه وزیر  علی باقری کني بیګا له پریس ټي وي سره په خصوصي خبرو کې  ووئیل په ویانا کې په روانو خبرواترو کې  اصلی لومړیتوب ، دهغو درستو ظالمانه اوغیر قانوني بندیزونو لغوه کول دي چې  د ایران  دملت په ضد په تیرو کلونو کې اعمال شوي دي .

 هغه زیاته کړې ،  هغه بندیزونه چې  د ایران  دملت په ضد  اعمال او بیا لګول شوي  دي ،  له نړیوالو قوانینو ،نړیوالو مقرراتو ، نړیوالو اصولو او  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سره  په تضاد او توپیر کې دي  او د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک هم خلاف دي .

  د باقري کني په وینا،  پر ایران سربیره ، د ۴+۱دلې  نور هیوادونه  او حتی د امریکا نوی حکومت پر دې موضوع سره یو نظر لريي او مني چې  ددغه هیواد یعني د امریکا  مخکیني کرغیړن حکومت  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وتلو کې غیر قانوني اقدام  کړی دی  او په همدې دلیل  دجوبایډن نوی حکومت  غواړي  له دغه تیروتني اقدامه وګرځي . 

 دایران  مرستیال  خارجه وزیر همداراز ووئيل ،  ددواړو لورو ترمینځ خبرې اترې روانې دي اڅو  هغې مرحلې ته واردشو چې   اختلافات لیرې کړائ شو او   په وروستیو شپو ورځو کې  ډير ښه پرمختګ شوی دی ، البته د صهیونیسټانو په څير ځیني کرغیړن لوري  په جدي توګه هڅه کوي ، چې  دخبرواترو په کوټې کې پر موجودو  بانډې منفی ناغیړي او ورانکارې  اغیزې وشیندي ،خو نورورڅخه وخت تیر شوی  او خبرې اترې په ورستیو مرحلو کې دي .

داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د  خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  هم نن سهار وختي  له پریس ټي وي سره په خبرو کې د  ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ادارې له مشر محمد اسلامي سره د ایټمي انرژۍ ډ نړیوال آژانس د عمومی مدیر رافائل ګروسي  په خبرواترو کې  دپرمختګ خبر ورکړی  او وئيلی ئې دي ،د څو موضوعګانو په سر  موجود  درز هم کم شوی  او زیاتره مسئلې حل شوي دي.

 هغه په عین حال کې وئيلي دي  نه غواړم لازیاتو جزیاتو ته وارد شم  خو دا اټکل کولی شم چې  دواړه لوري ډير زر یوه تفاهم ته رسیدلی شيۍ .

Image Caption
Image Caption