اروپائي ټرائيکا دې د یوه منصف شریک په توګه چلند وکړي
که اروپائي ټرائيکا غواړي ، د یوه جدي منصف شریک په توګه ورته وکتل شي ،نو باید د یوه منصف شریک په توګه چلند وکړي .
ایرنا خبری اژانس راپور روکړ ، د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د اروپائي ټرائيکا په وروستۍ اعلامیې باندې ، چې پکې ئې هڅه کړې ده ،اسلامی ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اوسني وضعیّت او د ویانا دخبرواترو د اوږدیدا ګرَم معرفي کړي ،سختې نیوکې وکړې .
خطیب زاده د اروپائي ټرائيکا داعلامیې په ځواب کې په ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب هره اعلامیه چې پکې د امریکا ګرَمې ته اشاره نه وي شوي ، یوازې دواقعیّت په نسبت د صادرونکو د جهالت د اوج بیانونکي ده .
خطیب زاده په دوام کې روښانه کړې ده ، که اروپائي ټرائيکا غواړي ، د یوه جدي منصف شریک په توګه ورته وکتل شي ،نو باید د یوه منصف شریک په توګه چلند وکړي .
د ایران د خارجا وزارت ویندوي په پاي کې وئيلي دي ، د ایران لپاره جامعه نړیواله ایټمي موافقه هاله تشه کاغذي ټوټه شوه چې پکې ورکړل شوي ژمنې پوره نه شوې ، هغه ګټې باید بلاخره تحقق ومومی .
داپه داسې حال کې دي چې په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې دایمی استازي میخائیل اولیانوف هم پرون داروپایانو په دریځونو په سختو نیوکو سره وئیلي دي ،د ویانا په خبرواترو کې د اروپایانو دریځ حیرانونکی دی ، ګواکې دوي د لومړي ځل لپاره دخبرواترو میز ته ناست دي.