قالین دود او هنر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i109796-قالین_دود_او_هنر
په ایران کې لاسی قالین یو ساده څیزندې بلکې په ټوله معنا یو کلتور دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2021 13:17 Asia/Kabul
  • قالین دود او هنر

په ایران کې لاسی قالین یو ساده څیزندې بلکې په ټوله معنا یو کلتور دې

قالین دود او هنر نندارتون د لیندۍ له ۲۲ تر ۲۴ په تهران کې ترسره شو . دغه نندارتون په دریو برخو کې او په دو ارونو دود اوهنر په تکیې سره د ایرانی قالین د هویت د پیژندلو لپاره ترسره شو . په دغه نندارتون کې د لاسی قالین تاریخی او زاړو دودونو ته د پام په ترڅ کې هغه ځانګړنې چی هغه د یوه هنری اثر په توګه مطرحوی ، بیا پام وړ وګرځیده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ایران په نړۍ کې د لاسی قالین یو اصلی ځای دې . دغه ویاړمن او ظریف هنر د کلتوری ، اقتصادی او ښکلا پیژندنې په شمول له راز راز اړخونو د جاج او اهمیت وړ دې . لاسی قالین  په تاریخ کې د رنګونو ، طرحو او نقشونو په تنوع سره د ښکلا پیژندنې د ادراک او ذوق او د ایرانی هنرمند د مهارت او فن جلوه ګانې دي . د قالی تنه بودا د خلکو په تنه بودا سره اخښل شوی ده  او په تیرووختونو کې ډیر کم تایرانې کور پیدا کیده چی پکې به قالی نه موندل کیده .

په ایران کې په لاسی قالی سره د کور سنبالول د کور یوه ښکلا حسابیږی . که څه هم نن سبا د دغو قالیو د ګران والی په دلیل د دغو قالیو اخیستل د ټولو لپاره شاید غیرممکن وي خو د ایرانی صنعت او هنر په توګه له هغو استفاده ځانګړې ځاې لری . په تیر وخت کې تر یوه حده د کور د سینګارولو سټایل او ډکوریشن له ننیو کورونو سره څه توپیر کاوه ، معمولا درستې کوټې به یې په قالین پټولې او د سترو قالینو اوبدل ډیر زیات دود وو . خو د پشتیانو او بالښتونو په ځای د کرسیو او سوفه سیټونو په دودیدا سره له سترو قالیو استفاده له دوده وغورځیده . په عین حال کې د قالین ارزښت او ځای کم نشو او د سترو قالینو په ځای وړکوټی قالینې دود شوې . ډیر ګران بیه قالینې چی تر پښو لاندې یې نه اچوی ، او د تابلوګانو په  شان په دیوالونو ځورند کیږی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

په ایران  کې لاسی قالین یو ساده څیزندې بلکې په ټوله معنا یو کلتور دې ، تصویری ، لیکونکې ، اسطوره ای ، د سمبولونو او استعارو کلتور. لاسی قالین له معمارۍ اونیولی تر نقاشۍ ، لاسی صنایعو پورې له ډیرو هنرونو سره پیوند خوړلې دې  او د هغو تولید په ارزښتمنو دودونو سره یو ځای دې چی د ساتلو شایسته دی . لاسی قالین دلومړنیو طبیعی موادو په دلیل له ژواک چاپیریال سره غږمله دی . لاسی قالی له اقتصادی پلوه ځانګړې ځاې لری او په میلیونونو کسان د هغو د تولید او تجارت په زمینه کې نیغه په نیغه او غیرمستقیم ډول په فعالیت اخته دي .

ایرانی لاسی قالین د یوه ډیر ارزښتمن دودیز هنر په ځای کې  په ایرانی ټاټوبی کې  یوه اوږده او ځلانده مخینه لری .د لاسی قالین د کلتوری او هنری محتوا او کیفیت يو ډول په درسته نړۍ کې  د ایران کلتوری سفیر او ایرانی هنر او کلتور انتقالونکې او ثبیتونکې دې . د ټولنې ، محقیقانو ، کلتوری  او اجتماعی فعالانولخوا ، ایرانی قالین ته پام تل له بیلا بیلو اړخونو دی ، یوشمیر ورته د یوه هنری اثر په توګه وینی چی د انسانانو د ښکلا دوستۍ حس ته ښه ځواب ورکوی . یوشمیر ورته په ورزنیز ژوند کې د کارنده کیفیت او معمارۍ په راز راز فضاګانو سینګارولو کې وینی او ځینې هم د علم و رودو ، مرحلو او تولید اوزارونو له نظره ورته کتنه کوی . یوډله بیا هم د هغو په نقشونو ، رنګونو ، طرحو ، سمبولیکو او اسطوره ای معناوکې ډوبیږي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

قالین ، دود او هنر نندارتون علمی منشی تورج ژوله  باوری دی چی قالین د دود او هنر ترمینځ فردی یا ډله ایز فعالیت نتیجه دی . د دود مطلب هرډول تاریخی اوزاړه دآلۍ ده چی لاس په لاس ، سینه په سینه ، په لیدتوګه ، باور او له میندو او پلارونو بچیانو ته رسي او بچیان هغه نورو نسلونو ته منتقلوی . دا کار په لږ بدلون او کله په دیرې محافظه کارۍ سره په نسلونو کې تکرار شوی او نن ته رسیدلی ده .

هر دین ، ایین ، قوم او قبیله دود,نه لری او هر څومره چی کوم قوم یا ایین زوړ وی  ، نو هومره زاړه یې دودونه وي . د ایران د اوبدلو ، رنګولو دودونه د مستنداتو په اساس احتمالا له میلاده مخکې زریزه ته ورګرځي . باید دغې موضوع ته پام وکړوچی په قالین اوبدلو کې ډیره تنوع او پراخوالې د اوبدلو په دودونو کې د تونع ، بدلون او غوړیدا پامته داره دی . د دغې موضوع ذکر کول ضروری دی چی دود په خپل مطلق مفهوم کې بی حرکت ، تاریخی ، تړلی  او یوازې تیر وخت سره اړونده چاره ندی بلکې دا بهیر دې چی له تیر وخته راهیسې  اوسنی پړاوه وجود درلودلی او راتلونکی په لور ورځی .

د هنر ټکې د تاریخ په اوږدو کې د معنا اوبیلګو له نظره تل ګډوډ اوډیر تعریفونه درلودلي دي ، خو د هغه ساده مفهوم چی د لاسی قالینې د هویت د پیژندلو لپاره د هنری پیښې کې د پام وړ ګرځیدلی دی ، داسې دې . هغه بهیر یا بریاچی پکې وینا ، افکار ، احساس ، باور، عمل یا حتی په خلاقیت په تکیې سره په خاص شکل وړاندی شوی او په اصول متکی دی .دغه اصول له بیلا بیلو قومونو اواو کلتور سره متناسببې مختلفې بیلګې لري چی هر یوه پکې په خپل ځای کې د پام او جاجولو وړ دی .

د ایرانی قالین د هنر د اقتصاد عظیمه برخه د هغه دودیزه او هنری کتنې پامته داره ده اوپه دغه نندارتون کې د لاسی قالی د شناختی ، چیستی او نظری اساس وجاجول شو . د طراحۍ ، رنګولو ، جوړښت ، تاریخ ، د قالینې جغرافیې ، ځای ادبیاتو وغیره په شان بحثونه په دریو ورځو او د مقالو ، فیلمونو او نندارتون په دریو برخو کې وجاجول شول .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

کله د ایرانی قالینې خبره کیږی نو هغه انځور چی زیاتره په ذهن کې تداعی کیږی  ، هغه قالینه ده چی طرحه او نقش یې له انتزاعی ، تجریدی ، اسلیمی او هندسي  نقوشو ډکه ده . خو باید ووایو چی تل داسې نه ده او د ایران په قالینه کې د دودو نقوشو په څنګ کې د انسان  او حیوان انځورونه هم ورځای شوی دي .

که وغواړو په قالیچې د تصویرونو د شتون خبره وکړو ، نو په پازیریک قالچیې د انسان تصویر تر ټول زاړه نمونه ده . پازیریک قالین د دنیا تر ټولو زړه قالینه ده چی په ۱۹۴۹ کال کې د روسی لرغونی پیژاندی سرګی ارودنګو په وسیله د سایبریا په سیمه کې د پازیریک په دره کې د یوه سکایی بادشاه په یوه یخ وهلی قبر کې د نورو لرغونو څیزونوپه څنګ کې پیدا شوه . ارزمښت وښودله چی پازیریک قالی له میلاده مخکې په پینځمې پیړۍ کې اوبدل شوی او د انجماد په دلیل په پرله پسې پیړیوکې سالمه پاتې شوی وه . دغه قالی کابو څلور کونجه ده ، له وریښمو اوبدل شوی ده او کابو څلور مربع میټر ده .

څیړاندي د قالین اوبدنې دغه مهم تاریخی سند د ایران د هخامنشی اوبدنه بولی او د سکایی په سترو قبرونو کې د هغه شتون د ډالۍ ورکولو ، یا په کاروبار کې اخیستلو ، ورکولو کې ذکر کوي .

دغه د دنیا تر ټولو زاړه قالین د ایرانی قالی اوبدونکیو د حیرانونکی مهارت ګواه ده . د هغه په لومړنی حاشیه کې د قاب دننه یو خیالی ځناور لیدل کیږی چی د دغو قابونو د فرش په شاوخوا کې تکرار شوی دی . په دوهمه حاشیه کې څوارلس کسان په اس سپاره او ۱۴ هم پلي له اس سپارو سره ، ټولو یوه اړخ په لور حرکت کوی .اسیان لنډ اندامه دي او لکیانې یې غوټه شوي دي .

په دریمه حاشیه کې یوډول ګل لیدل کیږی چی څلور پاڼي لري چی له څلورو اړخونو پرانستل شوی او په ټولو حاشیو کې تکرار شوی دی . په څلورمه حاشیه کې یو ګوزن لیدل کیږی چی ستر ښکرونه لري  .

په پینځمه حاشیه کې هم لومړنې مایه نقش تکراریږي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

هغه زیاتره بدلونونه چی په ایران کې د اوسنی وخت په قالینې نقش او طرحه کې بڼه غوره کړی ده ، د د هغو تصویرونو جوړول دی چی له قاجار پړاو راهیسې او په دغه پړاو کې د تصویر جوړونې د هنر په پراختیا سره ورو ورو پیل شوی  او د فرش د طراحۍ په ډګر کې د خلاقو او نوپالو استادانو په ظاهریدا او وخت په تیریدا سره په یوه ښکارنده بدله شوه .نن سبا دیر ښکلی تابلو قالینې په بازار کې تر سترګو کیږی چی دیره زیاته تنوع او خاص جذابیت لري . دغه تابلوګانې بیلا بیلو سایزونه ، رنګونه  لری او ډیر تود هرکلې ترې کیږی .

قالین دود اوهنردنندارتون تر څنګ تاریخی انځورونه ، یو شمیر تاریخی قتالینې ، چی په تصویری مضمونونو سره وې ، هم نندارې ته وړاندی شوي دي چی د قالین ، داستان ډوله اړخ او کیسه کې اصلی طرحه لری او له دودو قالینی تابلوګانو سره اساسی توپیر لري .که څه هم حاضر دمه په ایران کې د قالینې تابلو ګانو جوړښت ډیر رونق موندلې دې او دیرې تولیدیږي ، په عین حال کې د ایرانی قالینې کارپیژاندي باوری دي چی غه ډول قالین ، جوړښت له زاړو انځوراوبدلو سره متفاوت دي او باید چی د ایرانی قالینې په اړه زیاتې څیړنې او روښانونې وشي .

پای