افغان ولس ته په پناه ورکولوکې د ایران ملګرتیادستاینې وړ ده
فلیپوګرانډی جوته کړه ملګري ملتونه هڅه کوي چی افغانستان ته ثبات ستون شي .
د ایرنا له راپور سره سم د کډوالو په چاروکې د ملګروملتو سترکمشنر وویل د افغانستان مظلومو خلکو ته په پناه ورکولو کې د ایران سخاوتمندانه ملګرتیا د ستایلو ده او د کډوالو په چارو کې نړیوال اورګانونه د دغه هیوادپه څنګ کې دي . فلیپوګرانډی جوته کړه ملګري ملتونه هڅه کوي چی افغانستان ته ثبات ستون شي .
له بلي خوا د افغانستان په مزار شریف کښې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسلیټ د دغه ښار له درې نیمو سوو بې کوره او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
په مزار شریف کښې د ایران سرکنسول سید حسن یحیوي وویل چې د افغانستان د ولس لپاره د خپلو انساني مرستو او ملګرتیاؤ په دوام کښې یې د ۳۵۰ بې کوره شویو او اړمنو کورنیو لپاره د ضروري توکو، سونګو او کمبلو د برابرولو تابیا کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د ایران هدف د افغانستاني وروڼو د کړاؤنو کمول او د دې مرستو ورکول، د افغانستان د مظلوم ولس په زخمونو باندې مرهم لګول دي.
هغه څرګنده کړه چې دا ډول اقدامات د بلخ ولایت په سویه د ایران د امام خمیني(رح) په نامه مرستندویه کمیټې له خوا هم ترسره شوې دي.