ورځپاڼو ته کتنه
ورځپاڼه په خپل لومړی مخ د افغانستان د پخوانی حکومت د ملی امنیت د سلاکار له قوله لیکلی دی خلیل زاد او د دوحې موافقه د طالبانو د راتلو عوامل وو
جمهوری اسلامی
چین او روسیې په یوه بیانیه کې ویلی دی د ایټمی موافقې د مزاکراتو په راتلونکی پړاو کې د مولافقې د کیدا لپار ه هیله مندی زیاته ده .
د روسی استازی ویلی دی هر ډول غیر محتاطه خبره یا خوځښت د مزاکراتو د حالاتو د پیچلتیا سبب کیدلې شی .
د اسلامی ایران خارجه وزیرامیر عبداللهیان د پاکستان په غونډه کې د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره څلور وړاندیزونه وکړل .
ورځپاڼه په خپل لومړی مخ د افغانستان د پخوانی حکومت د ملی امنیت د سلاکار له قوله لیکلی دی خلیل زاد او د دوحې موافقه د طالبانو د راتلو عوامل وو .
د یمن انصار ا... غورځنګ له ایران سره د اختلاف په اړه د امریکایی رسندویو دروغ خپرول رد کړل .
ایران او پاکستان د اړیکو په لا پراختیا ټینګار کړی دی . ورځپاڼه لیکی د اسلامي ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه وکړه . د ایران خارجه وزیر په دغه کتنه کې وویل د ایران دولت له ګاونډیانو په تیره بیا پاکستان سره د اړیکوپراختیا ته هوډمن دې او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره له هر نوښت هرکلې کوی .
د پاکستان لومړی وزیر هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی پاکستان له اسلامی ایران سره د خپلو اړیکو لپاره زیات اهمیت ته قایل دی ، په افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره د ایران او پاکستان په مهم رول ټینګار وکړ .
د امریکا له مخالفتونو سره سره په ملګرو ملتو کې د صیهونیسټ رژیم پرضد پریکړه لیک تصویب شو .
د سږکال په اتو میاشتو کې ایران له خپلو ګاونډیانو سره ۳۳ میلیارډ ډالره تجارت درلودلی دې .
کیهان
د اسلامی ملګرتیا موسسه د افغانستان لپاره د انسان دوستۍد مالی مرستوصندوق جوړوي .ورځپاڼه په دې اړه په یوه مفصل راپور کې لیکی د اسلامی ملګرتیا موسیسې دغړو هیوادونو خارجه وزیرانو د پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان دبدلونونو په چورلیزتوب سره ددغې موسسې په بیړنۍ ناستې کې موافقه کړې ،د افغانستان په اقتصادي بحران باندې دغور په خاطر چې په ژمي موسم کې ئې میلیونونو خلک له لوږې سره لاس اوګریوان شوي ، د انسان دوستۍ د مرستو یوصندوق جوړوي . دغه بسپنه یا صندوق به له نورو لورو سره په غږملتیا سره افغانسان ته د مرستو دلیږد لپاره داسلامی پراختیا بانک په چوکاټ کې جوړشي . د اسلامی ملګرتیاموسیسې خارجه وزیرانو دغونډې په پایزې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې دافغانستان د اقتصادي دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره مالی سرچینو ته د دغه هیواد لاس رسی ضروری دی ، د افغانسان د تړل شوو شتمنیو د آزادیدا غوښتونه شوې ده
ددغې اعلامیې په اساس به ، له افغانستان سره د سیاسی او اقتصادي تعاملاتو د تعقیبونې، هلوځلو او د مرستو د غږمله کولو لپاره دافغانستان په چارو کې یو ځانګړی استازی وټاکل شي .
په دغې اعلامیې کې همداراز په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پر اهمیّت او د ترهه ګرو ډلو ټپلو او تنظیمونو لپاره د یوه امن ځاي په توګه د افغانستان له خاورې څخه په نه استفادې د ډاډمنیدا پر اهمیّت هم ټینګار شوی دی . همداراز له افغان چارواکو غوښتل شوي دي ،په درستو برخو کې دې د ښځو او انجونو پشمول د درستو افغانانو د ګډون دپیاوړتیا لپاره لاره پرانیزي .
د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو بیړنۍ ناسته د ۵۷اسلامی هیوادونو د استازو په شتون او دغه راز په افغانستان کې د انسان دوستۍ د وضعیّت د ارزونې لپاره د ناظر په توګه د پلاؤ په ګډون سره په اسلام اباد کې پرون ترسره شوه .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغې ناستې کې په دې خبرې کولو سره چې ایران په افغانستان کې د سیاسی او اجتماعي ثبات اوتل پاتې امنیت د سیمې دډله ایزو ګټو په لړ کې ارزوي ووئيل ، ملی پخلاینه ، انسجام او په حکومت او حکمرنۍ کې ټولشموله ګډون ، له ترهه ګرۍ ، ناامنۍ او بې ثباتۍ سره په مبارزې کې د ګاونډیو ،سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو خیر غواړی او مثبت رول لوبول او دانسان دوستۍ مرستې ، د افغانستان له ولسه دملاتړ لپاره سملاسي اقدام او د روښانه راتلونکی تضمین دی .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غونډې په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې دافغانستان د بدلونونو په وړاندې دامریکا کرغیړن کړچار باندې په نیوکو سره واشنګټن ته په خطاب کې خبرداری ورکړ، په افغانستان کې ګډوډی دهیڅ یوه لوري په ګټه نه دی او په دغه هیواد کې د بحران او ترینګلتیاؤ د زیاتیدا نتیجې به یوازې د ایران او پاکستان پورې محدودې نه وي
د الجزایر د فوټبال ملی ټیم د عرب اتلوالۍ کپ د فلسطین خلکو ته ډالۍ کړ .
په ایران کې د اومیکرون لومړنې کیس وپیژندل شو .
د مصر د اخوان المسلمین موقته رهبرپه پانسۍ محکوم شو .
دایران د ایټمی اژانس سازمان ویندوی کمالوندی وایی د کیمرو معلومات به د بایکاټونو له لغوه کیدا وروسته اژانس ته وسپارل شي .
جوان
دا یران د اسلامی جمهوریت دپوځ دهوافضا دفاعي ځواک قومانان سردار تورن جنرال علی رضا صباحي فرد د ایران پوځي بریاوې مخه نیونکی قدرت او توان بشپړوي .
نوموړی ورځپاڼه په خپل لومړی مخ لیکی ، له ۵۷ اسلامی هیوادونو سره د طالبانو هنی مون .
ایران اوپاکستان په سیمه یزو موضوګانوکې مهم رول لوبوي .ورځپاڼه لیکی د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان له لوړروتبه چارواکو سره د دوواړخیزو لیدوکاتو په دوام کې په پنډۍ ښار کې د دغه هیواد پوځ له عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وکتل .
په دغې کتنې کې حسین امیر عبداللهیان او د جنرال قمر جاوید باجوه په سرحدي او امنیتي حوزو کې د ایران اوپاکستان د دوواړخیزو ملګرتیاؤ سره داړونده ترټولو وروستي بدلونونه وارزول . دواړو لورو د سیمه ایزو پیښو په تیره بیا د افغانستان د حالاتو په بحث کې یوه بل لیدتوګې سره شریکې کړې . د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسسې دخارجه وزیرانو په بیړنۍ اولسمې غونډې کې د ګډون ترڅنګ د پاکستان پشمول د مختلفو هیوادونو له خارجه وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم جلاجلا لیده کاته وکړل .
د اژانس د کیمرو بدلول د ایران په دریو وار مخکې شرطونو سره ومنل شول .
افغان ولس ته په پناه ورکولوکې د ایران ملګرتیادستاینې وړ ده . د کډوالو په چاروکې د ملګروملتو سترکمشنر وویل د افغانستان مظلومو خلکو ته په پناه ورکولو کې د ایران سخاوتمندانه ملګرتیا د ستایلو ده او د کډوالو په چارو کې نړیوال اورګانونه د دغه هیوادپه څنګ کې دي . فلیپوګرانډی جوته کړه ملګري ملتونه هڅه کوي چی افغانستان ته ثبات ستون شي .