د ایران خارجه وزیر د اذربایجان جمهوریت له ولسمشرسره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110064-د_ایران_خارجه_وزیر_د_اذربایجان_جمهوریت_له_ولسمشرسره_وکتل
د ایران خارجه وزیر همداراز په دغه سفر کې له خپل همڅنګ او د اذربایجان د پارلیمان له مشر سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2021 02:55 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د اذربایجان جمهوریت له ولسمشرسره وکتل

د ایران خارجه وزیر همداراز په دغه سفر کې له خپل همڅنګ او د اذربایجان د پارلیمان له مشر سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .

د ایرناله راپور سره سم حسین امیر عبداللهیان باکو ته په سفر کې د دغه هیوادله ولسمشر الهام علی اف سره کتنه اوخبرې اترې وکړې ،هغه کتنه چی پکې الهام علی اف د ډیپلوماټیکو پلاویو تبادلې مهمې وبللې .

د اذربایجان جمهوریت ولسمشر په ټولو سیاسی ، اقتصادی ، تجارتی او کلتوری حوزو کې د اړیکو د پراختیا لپاره د زیاتو ګامونو د پورته کولو په ضرورت په ټینګار سره وویل د ایران او اذربایجان د دوه اړخیزه ملګرتیا ایجنډا پراخه ده  او ډاډمن یم چی دغه ملګرتیا به ښې نتیجې ولري .

حسین امیر عبداللهیان هم په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د ایران او اذربایجان د ولسمشرانو کتنې او پکې شویو مزاکراتو  ته په اشارې سره ، دغه کتنه د بدلانه پیچومې او د دو وروڼو او دوستانو هیوادونو په اړیکو کې جدی خوځښت وباله .

د ایران خارجه وزیر همداراز په دغه سفر کې له خپل همڅنګ او د اذربایجان د پارلیمان له مشر سره هم کتنه او خبرې اترې کړی دي .