ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110148-ورځپاڼو_ته_کتنه
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د حضرت عیسی ع د زوکړې په مناسبت ویلي د حضرت عیسی نیکمرغه زوکړه د انسان دوستۍ د یادونې لپاره یوفرصت دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2021 08:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د حضرت عیسی ع د زوکړې په مناسبت ویلي د حضرت عیسی نیکمرغه زوکړه د انسان دوستۍ د یادونې لپاره یوفرصت دی .

جمهوری اسلامی

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د حضرت عیسی ع د زوکړې په مناسبت ویلي د حضرت عیسی نیکمرغه زوکړه د انسان دوستۍ د یادونې لپاره یوفرصت دی .

په افغانستان کې د یوه پوهنتون مشر د طالبان د ګوډاګیانو په لاس وژل شوی دې .

د چلی نوې ولسمشر د اسراییلو ضد او فلسطین ملاتړې دې .

د ایران روغتیا وزارت وایی چی په ایران کې ۱۸۰۰ داسې نوی موردونه پیدا شوی دي چی د کرونا د اومیکرون شک پرې کیږی .

په پیامبراعظم(ص)نومې مانورې کې په یوځاي ۱۶کروزتوغندوي وتوغول شول .ورځپاڼه په دې هکله لیکی د پيامبر اعظم (ص)۱۷نومې مانورې په نهائي مرحلې کې دسپاه پاسدارانو توغندوي یونټ  په یو ځاي په مختلف رینج ویشتونکي لنډ واټنه مینځ واټنه او لرواټنه شپاړس بالسټیک توغندوي په ټارګټونو وویشتل .

په راپور کې ويل شوي دي،ددغې سترې مانورې په نهائي مرحلې کې د عماد، قدر،سجیل، زلزال دزفول  او ذوالفقار  نومې  مختلفو رینجونو مشتمل توغنديو سره   د دښمن په فرضي  جوړې شوي حساسې مورچلې په شیشت  کې په راوستوسره په سلو کې سل په مینځ ویشتل شوي  دي .

دتوغندیو له ویشتلو سره په یووخت ، د سپاه پاسدارانو دهوافضا ځواک لس یرغلیز ډرونز هم  په یوه وخت  په شیشت کې راوستو فرضي مورچو باندې ویشتل شوي دي .

ددغه راپور په اساس ، د دښمن  له خنډونو څخه دتیریدا لپاره په جامدو سونګو توغونکو توغندیو د وړتیا نندارې ټه وړاندې کیدا  او په یووخت ئې توغول  او  دجنګی چمتووالو  لوړتیا  او د قدرت نندارې ته وړاندې کول  د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د  پیامبر اعظم (ص) ۱۷نومې مانورې  د نهائي  برخې ځانګړنې  وې .

پیامبر اعظم (ص)۱۷نومې  پنځه ورځنۍ  مانوره ، دتیرې دوشنبې په ورځې د فارس خلیج  او هرمز تنګي په سواحلو کې  او د هرمزګان ، بوهشر او خوزستان ولایتونو په عمومي  سیمې کې د سپاه پاسدارانو د مځکني ، هوائي او سمندري ځواکونو او همداراز د ایران دبسیج  ولسی ځواک  یو شمیر کنډکونو په شتون سره ترسره شوه .

کیهان

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د ایران د ساتندویه ځواک د مشرجنرال سلامی عکس چاپ کړې او د هغه له قوله یې لیکلی دی که دښمن غلطي وکړی نو لاسونه به یې غوڅ کړو .

رای الیوم لیکلی دی ، اسراییلو د سردار شهید سلیمانی په ترور کې په ملګرتیا په رسمی اعتراف سره په ځان د جهنم دروازې خلاصې کړې .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ویلی دی اسلامی نظام توانیدلې دې په سیمه کې د امنیت سویه په معناداره بڼه لوړه کړی . د تهران د جمعې لمانځه خطیب محمد حسن ابوترابی فرد د لمانځه په خطبو کې  وويل  په داسې شرائطو کې چې  امریکا او صهیونیسټ رژيم په لویدیځي اسیا سیمې کې  دبې ثباتۍ عاملدي ، د ایران اسلامی نظام  توانیدلی دی ، په سیمې کې د امنیت سویه  په معنادار ډول لوړه کړي او   نه یوازې د ایران بلکې د اسلامی نړۍ لپاره  دقدرت د پنځولو لاره پرانیزي .

ابوترابی فرد  دسیمې او  نړۍ د امنیت په تامینولو کې  د شهید جنرال قاسم سلیمانی  رول   یاد کړ او  زیاته ئې کړه . شیهد سلماني  او  له داعش سره په مبارزې کې د هغه  ملګرو،د ایران  او  سیمې د ولس  او حتی  د اروپا او نړۍ لپاره  امنیت راوپنځوۀ .

 د تهران د جمعې لمانځه خطیب ،  د دفاعي نظام ترڅنګ د  مالی تامین د نظام  اهمیّت د حکمرانۍ لپاره  له اقتدار سره یو ځای وباله  او وې ويل ،له تل پاتې او ډاډمنو مالی سرچینو او د امنیت څوکو ته له رسیدا پرته،د نیکمرغۍ  په لور د ټولنې د حرکت لاره  نشي هواریدلی .

د یمن انصار ا... غورځنګ د یمن د ښارونو د بمبارولوپه غبرګون کې ویلی دی د ال سعودو تاج او تخت به وسوځوه .

 اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر  د عراق له خارجه وزیر سره په کتنه کې وویل د ایران اصولی سیاست په عراق کې له پیاوړی او قوی دولت ملاتړ دې .

د ویانا خبرې اترې له ګل ورځې بیا پیلیږي .

عراق په کویت د حملې د ګرمې لپاره ۵۲ میلیارډ ډالره ګرمه ورکړه .

د ایران د قضاییه قوې مشر وایی د حاج قاسم سلیمانی جنګ او سوله د خدای د رضا لپاره وه .

د ایران حکومت د راتلونکی کال تر کب میاشتې ۹/۱ میلیون کارونه رامینځته کوي .

د ایران خارجه وزیر ویلی دی    د پيامبراعظم۱۷مانوره دګاونډیوهیوادونو لپاره د ورورولۍپيغام دی . د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان پخپل یوه پیغام کې د پيامبراعظم (ص) ۱۷نومې پوځي مانوره،د دوست او ګاونډیو هیوادونو لپاره د وروروۍ او امنیت پیغام بللی او دغې مانورې ته ئې د وسلوال ځواک په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د څرګندونو یوې برخې په خپرولو سره لیکلي دي، دایران اسلامی جمهوریت دیوه مقتدرهیواد په توګه تل  د سیمه ایزې سولې اوثبات جارچي دی او دپيامبراعظم (ص) مانوره پر دې سربیره چې د اسلامی ټاټوبی د بیاوړي دفاع لپاره د مونږ دنه بدلیدونکي هوډ یوه ځلا او دغه راز ددغې خاورې دښمنانو ته یو کوټلی ځواب دی، دوستو او ګاونډیو هیوادونو  لپاره  دروروولۍ  امنیت او دوستۍ پیغام لري . د پیامبر اعظم (ص)۱۷نومې مانوره د پنځو ورځو لپاره په تیرې دوشنبې ورځې پیل شوي او پرون پاي ته رسیدلې او سپاه پاسدارانو په دغې مانورې کې خپل قدرت او تجهیزات نندارې ته وړاندې کړي دي .