د انګلستان ادعا ته د ایران ځواب
خطیب زاده زیاته کړې،انګلستان په داسې حال کې چې په لویدیځي آسیا او د نړۍ په نورو کړکیچ ځپلو سیمو دډیرو ورانونکو وسلو د خرڅولو لپاره په یوې نه ختمیدونکي سیالۍ بوخت دی په ایران د معمول په اساس د پوځي مانورو په باب اندیښنې څرګندوي .
دایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د ایران د دفاعي توانمنیو په باب د انګستان د خارجه وزارت د لاسوهونکي دریځ په ردولو سره وویل،اسلامی ایران د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د خپلو دفاعي اړتیا په اساس عمل کوي نو ځکه دغه ډول دریځونه او څرګندونې دایران په داخلی چارو کې لاسوهنې حسابیږي ،بلکې د لندن د دوه ګوڼي او منافقانه سیاست د دوام ښودنه کوي .
خطیب زاده زیاته کړې،انګلستان په داسې حال کې چې په لویدیځي آسیا او د نړۍ په نورو کړکیچ ځپلو سیمو دډیرو ورانونکو وسلو د خرڅولو لپاره په یوې نه ختمیدونکي سیالۍ بوخت دی په ایران د معمول په اساس د پوځي مانورو په باب اندیښنې څرګندوي .
د ایران خارجه وزارت ویندوي یوځل بیا روښانه کړې ده د خپلو دفاعي وسونو دزیاتولو په باب له هیچا د اجازت او ورسره په دې اړه د خبرواترو ضرورت نه ویني او د خپل ضرورت په اساس به خپلو دفاعي پروګرامونو او توانمنیو زیاتولو ته دوام ورکړي او له نورو زیات بر تانیه وال په دې ښه پوهیږي،چې د ایران توغندوي پروګرام د ملګروملتو د امنیت شورا له ۲۲۳۱پریکړه لیک سره هیڅ ارتباط نه لري،او دا انګلستان دی چې د دغه پریکړه لیک خلاف ورزي کوي .
امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې د خپلوپخوانیو پریکړه لیکونو په اپوټه له توغندوی ازمښتونو د ایران د منع کولو په ځای یوازې له ایرانه غوښتی دي چی د بالستیک توغندویو په حوزه کې چی د ایټمی وسلو د لیږد لپاره طراحۍ شوی دی ، کار نه کوی .
د ایټمی انرژۍ په نړیوال اژانس کې د انګلستان پخوانی سفیر پیتر جنکینز د ایران د دریځ په تاییدولو سره ویل یدی د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک هغه ژمنیتا چی له قانونی نظره له خاص ډول توغندی پراختیا ډډې کول ضروری کوی ، پر ایران نه تپی . په دې اساس د برتانیا په شمول د برجام لویدیځ لوري ډیره ښه پوهیږي چی د ایران ایټمی پروګرام په هیڅ وجه د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره اړه نلری ، خو د دغو ادعاګانو او تورونو په مطرحولو سره هڅه کوي د ایران دفاعی او توغندوی پروګرام هم د ایټمی موضوع په شان تر هغو لارو چارو لاندې راولي چی پخپله یې تعریف کوي .
دا په داسې حال کی دي چی د ایران اسلامی جمهوریت هم په ځلونو د خپل توغندوی پروګرام خپلواکۍ او اقتدار ته په اشارې سره هغه د دفاعی اوزار په توګه یاد کړی او ټینګار کړی دی د بالستیک توغندویو او فضایی ویشتلو وسایلو سره خپل اړونده فعالیتونو ته چی د ایران د ګټو د تضمین لپاره ضروری دي ، دوام ورکوي اوپه همدې اساس خپل دفاعی پروګرام په اړه به هیڅکله مزاکره ونکړی .
توغندوی توان د ایران په شان د هیوادونو د دفاعی توان د پیاوړتیا لپلاره یو څرګند عامل دی ، د صدام رژیم لخوا د ایران پرضد د یوه نادعالانه جنګ تجروبه چی د لویدیځو هیوادونو ملاتړ هم ورسره وو او همداراز په صیهونیسټ رژیم او سیمې په هیوادونو د پراخو وسلو په خرڅولو کې د لویدیځوالو سیالۍ د دفاعی پیاوړتیا ضرورت نور هم څرګندوی .
د ایران او سیمې د مساییلو کارپیژاندې سعدا... زارعی په همدې اړه وایی د اسلامی ایران لپاره هغو پوځی ګواښونو ته په پام سره چی د دغه هیواد په شاوخوا کې موجود دي له کارنده دفاعی اوزار ګټې پورته کول چی په اسانتیا سره د هیواد لپاره د استفادې وړ او د غلیم لپاره ګواښونکی وی ، یوه حیاتی چاره ده .