امير عبداللهيان:
د ايران اسلامي جمهوريت په خبرو اترو پابند دے
د ايران خارجه وزير وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په خبرو اتر او د دوو اړخيزو او سيمه ايزو مشکلاتو لپاره د سياسي حل لارو په غوره کولو پابند دے.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان پرون د عمان د خارجه وزارت د سفارتي چارو د مرستيال شېخ خليفه الحارثي په کتنه کښې چې د سټراټيجکو صلاح مشورو د ګډې کمېټۍ په غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلے دے وويل: له ګاونډيانو سره د تعلقاتو پراختياد ايران د حکومت د بهرني سياست وړومبيتوب دے.
امير عبداللهيان د ايران د ګاونډيانو ترمېنځ د عمان هېواد خاص مقام په يادونې سره ترخپل مېنځ دوستانه تعلقاتو په سطح کښې د تجارتي روابطو د اندازې زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو په کوشش کولو تاکيد وکړ.
د ايران خارجه وزير هيله څرګنده کړه چې د سيمې د ټولو هېوادونو په تېره بيا د ايران او عمان په هلوځلو سره به د يمن د بحران ختمېدو لپاره ضروري زمينه برابره شي.
د عمان د خارجه وزارت مرستيال هم د يمن د بحران زرترزره ختمېدو لپاره د هيله منۍ په څرګندولو سره وويل: عمان د سيمه ايزو مشکلاتو د کمېدو لپاره له صلح ايزو آئيډياګانو او خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.