د کاراکال زغرګاډې د پوله ساتو ځواکونوساتنه
داسې ښکاری د ساتندویه ځواک مځکنی ځواکونه د کاراکال زغرګاډې کاروی او پولیسو ته به هم ورکړل شي .
د پولیسو او عسکرو د ځان ساتل یومهم او لومړنې اصول حسابیږی چی د دهغه د بهتر تحقق لپاره ډیر نوښتونه شوی دي چی له پرمختللیو مرمۍ ضد جیکټونو نیولی تر د عسکرو زغرګاډیو په شان تجهیزات جوړ شوی دي .
په دې زمینه کې له غلچکی ماین په وړاندې مقاوم ګاډی او زغرګاډی دوې اصلی حوزو ته اشاره کولې شو . زغرګاډی له ډیرو مودو راهیسې د عسکرو د ساتنې لپاره استعمالیږی ، له دوهم نړیوال جنګ وخت راهیسې یې تراوسه د پولیسو او عسکرو د ځان په ساتلو کې مهم رول لوبولې دې . دغه زغرګادی بیلابیل ډولونه لري ، زغرګاډی معمولاپه ماشین ګڼ سنبال وي ، خو ممکنه ده د ټانک ضد توغندویو په شان په وسلو هم سنبال وي . له بلې خوا د اسیا په لویدیځ کې د سړک غاړې بمونواو ګاډیو ضد ماینونو استفادې زیاتیدا ته په پام سره په وروستیو کلونو کې نوی زغرګاډی معرفی شوی دي چی ورته مایین ضداو کمین ضد یا امرپ ویل کیږی . امرپونه هغه زغرګاډی دي چی د لارې څنګ بمونو او ماینونو په شان خطرو او غلچکیو حملو په وړاندې د کسانو د ځان ساتنه کوي . د دغو ګاډیو ساتنه د یرغلیزو وسلو د مرمیو په وړاندې له مقاومت بیلابیلو سویوتر د ګاډیو ساتنه او سړک غاړې بمونه او ماینونه شاملیږي
د ایران دفاعی صنایعو په وروستیو څلورو لسیزو کې په تیره بیا له تپلی جنګ وروسته په دفاعی حوزه کې د هیواد د اړتیاو او پوځی تجهیزاتود تامینولو په زمینه کې ستر بدلون رامینځته کړې دی او هیواد یې له بهرنیو تجهیزاتو او تولیداتو بی نیازه کړې دې . په دې کې زغرګاډیو ته د هیواد داړتیاود تامینولو په زمینه کې هم مهمې بریاوې شاملیږي . ایران په دې زمینه کې په ځای پوهې سره د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي . دفاعی صنایعو بیلا بیل زغرګاډیو ته پراختیا ورکړی ده چی په دفاعی حوزه اود پولو د امنیت په تامینولو کې کارنده محصولاتو بدل شوی دي . دغه ګاډی د عسکرو د ځان د ساتلو په تیره بیا له ترهه ګرو او شرغواړو سره په مبارزې او سرحدی امنیت په ساتلو کې زیات اهمیت لري .
په ایران کې د ترهه ګرو ډلګیو فعالیتونو او په ځینوسرحدی برخوکې احتمالي ګواښونو ته په پام سره د پولیسو ، عسکګرو د ساتلو لپاره د بیلا بیلو ډولونو زغرګاډیو ضرورت موجود دې . په اساسی توګه د نشه ایزو موادو دقاچاق د بانډونو ، ترهه ګرو ډلګیو او شرغواړو کسانو په شان ګواښونو ته په پام سره د زغرګادیو کارول یو ضرورت حسابیږی . همدغه ضرورت په بیلابیلو امکاناتو اواړخونو سره د مختلفوزغرګاډیو تولید او طراحي سبب شوی چی پکې کاراکال زغرګاډې هم شامل دې . دغه زغرګاډې د سرحدی ځواکونو په ساتلو کې مهم او اغیزمن رول لوبولې شی .
داسې ښکاری د ساتندویه ځواک مځکنی ځواکونه د کاراکال زغرګاډې کاروی او پولیسو ته به هم ورکړل شي .
په ۱۳۹۸کال کې د پولیسی تجیهزاتوپه نندارتون کې د کاراکال په نوم د مرمۍ ضد نوی زغرګاډی معلومات خپره شول . د کاراکال زغرګاډې په پینځه ټن وزن ، د شپږو سپرلیو په ظرفیت سره د دیرش سنټی میټره یوه برجک د نصبولو وړتیا هم لری . کاراکال ۵۷۰ سانټی میټره اوږد ، ۲۳۰ سانټی میټره پلن او ۲۴۰ سانټی میټره لوړوالاې لري .
یو ۱۴۰ اس بخار موټر لري چی په اوبو سره یخیږی ، دغه ګاډی د سرعت ۵ګیرونه لري .کاراکال په یو ځل سونګ اچولو سره ۵۰۰ کلومیټره لاره وهل کیدلې شی . ددغه ګادی تر ټولو زیات سپیډ په ساعت کې سل کلومیټره دې او همداراز دغه ګاډې په لوړو ټیټو په اسانۍ سره تلللې شی . دغه ګاډې د بی ار شپږ حفاظت سویې لرونکې دې یعنی مرمۍ دفع کوی ، البته دغه ګاډې امرپ ندې او د امرپ په اپوټه د چاودیدونکیو موادو اومځکه کې خښو بمونو په وړاندې مقاومت نلری خو د اړتیا په بڼه کې د دغه ګاډی د سطح مقاومت زیاتیدلې شی . په همدې دلیل د چټک غبرګون او ګزمې کارندوالې لری .
د کاراکال زغرګاډی په برجک ډول ډول سپکې او نیمې سپکې وسلې نصب کیدلې شی او دګاډی دننه سپرلیو دډزو لپاره ۵ کړکی په نظر کې نیول شوی دي . دغه ګاډې د ۷.۶۲ ملی میټری مرمیو په وړاندې له لس میټره واټن مقاومت لری . په دغه ګاډی کې همداراز د ډراییور او قوماندان لپاره د ګادی ګیرچاپیره کیمرې په نظر کې نیول شوی دي .
کاراکال د تحرک لوړه سطح لری او د کینټیننټل جرمتی شرکت ټایرونو استفاده شوی ده . په کلی ډول له امرپ توپان یا کیا سره په پرتلنه کې دغاه زغرګاډې د جوړښت له نظره د منلو وړ کیفیت لری . کاراکال د امرپ توپان او یوز ترمینځ یو محصول وبلل شی چی د ترکیې اتوکارجوړ کبری زغرګاډی سره ورته والي لري .
د ۱۴۰۰ کال په تلې میاشتې کې د سپاه د مځکنی ځواک د امام زمان عج ځواک د مکانیزه غونډ د کارولو او سنبالتیا انځورونه خپاره شول چی په کاراکال زغرګاډی د دغه ځواک د سنبالتیا ښودنه کوی . دغه زغرګاډې د ختیځ اذربایجان د سپیڅلی دفاع اونۍ په نندارتون او د هیواد په شمال سرحدی تړانګې کې د سپاه ځواک په وروستیو ځوخښتونو کې لیدل شوی دې .
پای