د افغانستان د ستونزو هوارې په ټول شموله حکومت کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110206-د_افغانستان_د_ستونزو_هوارې_په_ټول_شموله_حکومت_کښې_دی
 د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي چې تهران په افغانستان کې د تلپاتي امنیت او ثبات غوښتونکی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2021 01:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ستونزو هوارې په ټول شموله حکومت کښې دی

 د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي چې تهران په افغانستان کې د تلپاتي امنیت او ثبات غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې ده چې ایران د افغانستان د خپلواکۍ درناوی کوي خو ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې د ستونزو د حل یوازنۍ لار د ټولشموله دولت رامنځته کېدل دي.

قمي څرګنده کړې ده چې که چېرې د افغانستان د طالبانو حکومت غواړي چې ستونزې حل او فصل کړي نو غوره به وي چې په واک کې ټولو قومونو او اقشارو ته ځای ورکړي او یو ټولشموله دولت جوړ کړي.

طالبانو که څه هم په دې اړه تازه څه نه دي ویلي خو وړاندې له دې یې په وار وار ویلي چې د دوي نظام ټولشموله دی، اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او د بدلون امکان یې شته دی.