د سردار سلیمانی ټرور د دولتی ټروریسم یوه بېلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i110242-د_سردار_سلیمانی_ټرور_د_دولتی_ټروریسم_یوه_بېلګه_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سردار شهید سلیماني په ټرورولو کې د امریکې اقدام د ټرهګریو او د دولتي ټروریسم بېلګه وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2021 12:19 Asia/Kabul
  • د سردار سلیمانی ټرور د دولتی ټروریسم یوه بېلګه ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د سردار شهید سلیماني په ټرورولو کې د امریکې اقدام د ټرهګریو او د دولتي ټروریسم بېلګه وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دې په بیانولو چي د سردار شهید سلیماني د شهادت د کلیزي په درشل کې یو، وویل: د امریکې له لوري د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیماني ټرور د دولتي ترهګریو یوه وتلې بېلګه وه چي په ځانګړې توګه د امریکې د دولت او د هغه د ولسمشر، ټرامپ له لوري پلان شوې و.

خطیب زاده زیاته کړه: د امریکې دولت د دغه وحشي ډوله اقدام په وړاندې مسئول دی او ایران له هیڅ یو اقدام څخه پرهېز نه کوي چي په دغه جنایت کې ټول ښکېل کسانو ته سزا ورنه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ایټمي مذاکراتو کې د یو شمېر اروپایي هیوادونو ورانوونکي رول ته په اشارې سره وویل: مقابل لورو ته مو سپارښتنه دا ده چي په جدیت او مثبت ذهنیت سره دې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.