جنرل حسېن سلامي:
د مقاومت محور په ټولو اسلامي سيمو کښې دښمنان تعقيبوي
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل: د مقاومت محور په ټولو اسلامي ټاټوبو کښې د دښمنانو په تعقيب کښې دےاو د هغوي د اهدافو پوره کېدو اجازه نه ورکوي.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي پرون د شهيد قاسم سلېماني د شهادت او د تقليد د ستر مرجع آيت ا... مصباح يزدي د کليزې په مناسبت مراسمو کښې چې د شهادت او کرامت د شان په عنوان سره په قم مقدس ښار کښې جوړ شول د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په محوريت سره په ټوله نړۍ کښې د اسلامي انقلاب د نفوذ ژورتيا ته په اشارې سره وويل: نن د مقاومت محور په اسلامي ټاټوبو کښې دښمنان تعقيبوي او د هغوي د اهدافو د پوره کېدو اجازه نه ورکوي او که داسې يو قوت نه وې رامنځته شوې نو دښمن به په ټولو اسلامي سيمو باندې تيري کول.
جنرل سلامي په دوام کښې د جنرل قاسم سلېماني شخصيت ته په اشارې سره وويل: دښمن د شهيد سلېماني په قتلولو سره د مقاومت د محاذ کمزوري کول غوښتل خو د ټولو انډولونو په اپوټه د دغه شهيد د وينې په برکت مقاومت له مخکې نه لا زيات مضبوط او مقتدر شوے دے.