د ډګر جنرال قاسم سلیماني اقتدار او اغیز زیات شوی
(last modified Sat, 01 Jan 2022 06:41:45 GMT )
Jan 01, 2022 11:11 Asia/Kabul
  • د ډګر جنرال قاسم سلیماني اقتدار او اغیز زیات شوی

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا (خلا)قومندان سردار امیر علي حاجي زاده ټینګار وکړ نن سبا په نړۍ ، سیمه او ایران کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني اقتدار او اغیز له مخکې څخه زیات دی .

د ایران د  اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ( خلا) قومندان سردار امیر علي حاجي زاده د «یاران حاج قاسم » د جهاد او د شهادت د مخکښانو په غونډې کښې وویل د حاج قاسم سلیماني د شهادت دوه (۲) کلونه تیریږي او امریکا د دغه ټرو ډيرې پټې او ښکاره زاویې اعلان کړې چې واشنګټن په دغه ټرور سره په څه هدف پسې وو .

سردار حاجي زاده وویل هغه جنایتونه چې د امریکا ترهګر رژيم او هغو کسانو چې له واشنګټن سره یې مرسته او ملګرتیا کوله او دغه ټرور ته یې رضایت وښود یوازې د یوه (1) قومندان فیزیکي حذفول نه وو بلکې هغوې د ایران نظام ته د سختو ګوزارونو د ورکولو هڅه کوله او د  امریکا اراده له هغو مسائیلو ورهاخوا وه  چې تراوسه مطرح شوي ده .

حاجي زاده وویل هغه استخباراتي اټکل چې امریکا د دغه اقدام د ترسره کولو په هکله کړی و دا و چې ایران به د قاسم سلیماني ټرور ته ځواب ورنکړي .

د ایران د سپاه پاسداران د هوا فضا ( خلا) قومندان سردار حاجي زاده وویل د سلطې نظام په دغه اقدام سره هڅه وکړه چې د زیات دباو په وړاندې د خلکو مقاومت پاې ته ورسیږي او هغوې وکولای شي هغو نتیجو ته چې تعقیبوي یې ورسوي .

حاجي زاده زیاته کړه  خبیث ډونالډ ټرمپ وویل اوه (۷) ټریلیونه ډالره یې خرڅ کړل او هیڅ نتیجه یې وانخیستله وجه یې دا وه چې د امریکا د دغو ماتیو عامل حاج قاسم سلیماني و .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا قومندان سردار حاجي زاده وویل په افغانستان او عراق کښې د امریکا شتون د داعش او د نورو تکفیري ډلو جوړول وو  او په سیمه کښې د هغوې ډیر پلانونه له مخامخ شوي وو چې عامل یې سردار سلیماني و .

هغه وویل د حاج قاسم سلیماني د ټرور دوهم (۲)هدف د مقاومت چورلیز ته د ګوزار ورکول و .

حاجي زاده وویل  خو د امریکا په کمزورۍ ټول خلک پوه شول .