سردار سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې نړیوال اتل
نن د جنورۍ د میاشتې دریمه نیټه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت کلیزه ده
سردار قاسم سلیماني او د حشد الشعبي په نامه د عراق د ولسي مبارز ځواک مرستیال ابومهدي المهندس او د هغوي یوشمیر ملګري د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د دریمې نیټې د پيشمي په وخت د بغداد له هوايي ډګر سره نزدې د امریکې د ترهګرو او تیري ګرو ځواکونو په هوايي حمله کښې شهیدان شول.
(د مقاومت سید الشهداء) سردار سلیماني په خپل برکتناک ژوند کښې د اسلام د لښکر د قومندان په توګه، ملیتونو ته له توجه پرته، د اسلام او قرآن د لوړاوي په موخه د مظلومو ولسونو د ملاتړ په لاره کښې هلې ځلې وکړې.
شهید سلماني هم داشان د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان په توګه په عراق او سوریې کښې د داعش ترهګرې ډلې په نابودولو کښې مهم رول درلود او څو کاله یې په دغو هیوادونو کښې د ولسي مبارزو ځواکونو په برابرولو سره خلکو ته ارامښت او امنیت ډالۍ کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د سردار سلیماني له شهادت وروسته په یو پيغام کښې څرګنده کړه: د دنیا له شیطانانو او اشرارو سره د مبارزې په ډګرونو کښې د کلونو له مخلصانه او باتورانه مجاهدت او له کلونو راهیسې د خدای په لاره کښې د شهادت له آرزو وروسته، ګران سلیماني بلآخره دغه لوړ مقام ته ورسیده او د هغه وینه، د ډیرو سخت زړو انسانانو په لاس توې شوه.