د ایران او عمان خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
Jan 03, 2022 02:13 Asia/Kabul
د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ او د سیمې او نړۍ د بدلونونو په هکله د ټیلیفون پرمټ د نظر تبادله وکړه
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د عمان باچا ته د ایران د ولسمشر د سلام په رسولو سره، د دواړو هیوادونو په اړیکو پورې د اړوندو مختلفو مسائلو او هم داشان د سیمې د هیوادونو ترمینځ د خبرواترو په بنیاد د سیمه ایزو کړکیچونو د هواري په هکله صلاح مشورې وکړې.
د عمان خارجه وزیر هم د مسقط-تهران د مثبتو اړیکو په قدرونې سره وویل: عمان سلطنت تل د مختلفو بحرانونو د هواري په لړ کښې په خبرواترو او مذاکرې باندې باور لري او د صلحې په لاره ګام اخلي.
ټیګونه