امریکاد سردارقاسم سلیمانی د ترور دجنایت اصلی عامله ده
(last modified Mon, 03 Jan 2022 07:50:27 GMT )
Jan 03, 2022 12:20 Asia/Kabul
  • امریکاد سردارقاسم سلیمانی د ترور دجنایت اصلی عامله ده

د ایران د اسلامی جمهوریت  هدف دا دی چې  دجرم د ځاي د هیواد په توګه  دعراق له حکومت سره  په ملګرتیا کې ددغه ترهه ګرجنایت درست عاملان  ، امر کونکي او مسببان  وپيژندل  او دعدالت  په وړاندې ودرول شي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال  او د بشری حقوقو دکمیټې منشي کاظم غریب آبادي بیګا د ایران له دوهم ټيلیویژني چینل سره په خبروکې ووئیل،د شهید سردار قاسم سلیماني  دترور د دوسیې یوسل پنځه ویشت اصلی تورن اوشکمن  د امریکا د حکومت په واکمن لوري کې دي

کاظم غریب آبادي  په دغو خبرو کې ووئيل ددغوتورنو ترمینځ ځينو نورو هیوادنوو هم ملاتړي اقدامات کړ ي دي .

 هغه روښانه کړې ده ، د ایران د اسلامی جمهوریت  هدف دا دی چې  دجرم د ځاي د هیواد په توګه  دعراق له حکومت سره  په ملګرتیا کې ددغه ترهه ګرجنایت درست عاملان  ، امر کونکي او مسببان  وپيژندل  او دعدالت  په وړاندې ودرول شي .

غریب آبادي جوته کړې ده ،  ددغه ترهه ګرجنایت  دعاملانو او امر کونکو په سر کې د امریکا د  وخت کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  دی ، ټرمپ هغه څوک دی چې  مني،دغه شان ترهه ګر اقدام ئې کړی دی  او دا  د ځان لپاره ویاړ ګڼي.   د هغه اقرار ،په نړیوالو محکمو کې د استناد  وړ سند په توګه  حسابیږي .

 هغه ووئيل د شهید سردار قاسم سلیماني دترور د جنایت  دوسیه د قانوني او حقوقي  اپيل  په بڼه کې  ارزول کیږی او ډير زر به دغه دوسیه بشپړ شي .