ټویټر د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اکاونټ بند کړ
(last modified Sun, 16 Jan 2022 05:36:25 GMT )
Jan 16, 2022 10:06 Asia/Kabul
  • ټویټر د اسلامي انقلاب د معظم رهبر اکاونټ بند کړ

ټویټر ټولنیزې شبکې د بیان د آزادۍ په خلاف ورزۍ سره د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کارونکی حساب ( User account) بند کړ

ټویټر سوشل نیټ ورک د خپل دغه اقدام پلمه، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په ټویټر پاڼې باندې د امریکې له تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د غچ اخیستو لپاره د یو انیمیشن خپرول اعلان کړي دي.

د ویلو ده چې (انتقام حتمي دی) نومې انیمیشن (د اتل کمپین) ته لیږل شوی یو غوره اثر دی چې د شهید سلیماني د شهادت له آمرانو او قاتلانو څخه انتقام ته په کښې اشاره شوې ده.

هم داشان ډیرو لویدیځو هیوادونو چې معمولاً د بیان د آزادۍ ادعاوې کوي، د سردار سلیماني د شهادت په دویمې کلیزې، په دغه ګران شهیدو پورې اړوند پوسټونه او په تیره بیا هغه پوسټونه چې په انسټاګرام کښې د Hero او قهرمان یا اتل په هیشټیګ سره خپریدل، حذف کړل.

د ویلو ده چې ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او د عراق د حشد الشعبي رضاکار ځواک مرستیال ابومهدي المهندس، سره د خپلو یوشمیر ملګرو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه د عراق د پلازمینې بغداد هوايي ډګر ته نزدې د امریکې د تیري ګرو او ترهګرو ځواکونو په هغه هوايي حمله کښې شهیدان شول چې حکم یې د امریکې د وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورکړی و. له هغه وروسته په ایران کښې له ټرمپ او امریکې څخه د (سخت انتقام) کمپین شروع شوی دی.