په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۱۹کسان قرباني کړل 
(last modified Wed, 19 Jan 2022 11:26:54 GMT )
Jan 19, 2022 15:56 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۱۹کسان قرباني کړل 

تر دې دمه په ایران کې د ټولو ککړو کسانو شمیر شپږ میلیون دوه لکه دوه دیرش زره کسانو ته رسیدلی چې له دوي  په درملنې پسې شپږ میلیون یو  اویا زره دوه سوه کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ، دایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولوسره ووئیل ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا دککړو نورو نولسو کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې دکرونائي قربانیانو شمیر  یو لک دوه دیرش زره یو سل دوه دیرشو تنو ته ورسید.

 په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په تیرشوارزو کې همداراز د تشخیص  د نړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په کرونا نور څلور زره شپیته ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د ټولو ککړو کسانو شمیر شپږ میلیون دوه لکه دوه دیرش زره کسانو ته رسیدلی چې له دوي  په درملنې پسې شپږ میلیون یو  اویا زره دوه سوه کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

تر دې دمه په ایران :ې  شپیته میلیون څلور لکه پنځه زره  کسانو دواکسنو لومړی ډوز ، درې پنځوس میلیون درې لکه  پنځه  دیرش زره کسانو دوهم ډوز  او دیارلس میلیون اوه اویا زره کسانو هم دریم ډوز واکسن هم پچکاري کړی دی  او په ټول کې په درست ایران کې تر دې دمه  یو سل اوه ویشت میلیون  دوه لکه شپاړس زره  اته سوه  ډوزه واکسن پچکاري شوی دی .