اسلامي ایران د ویانا د خبرو لپاره هیڅ الټي میټم نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111298-اسلامي_ایران_د_ویانا_د_خبرو_لپاره_هیڅ_الټي_میټم_نه_مني
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په خبرو کښې الټي میټم نه مني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2022 11:33 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د ویانا د خبرو لپاره هیڅ الټي میټم نه مني

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په خبرو کښې الټي میټم نه مني .

هغه له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د خپلو ژمنو  په اجرا کولو کښې د امریکا مقاومت د ویانا د خبرو اترو د اوږدیدا علت وباله او ویې ویل امریکا په خپله د لږ شان بایکاټونو د ختمولو او د ایران لخوا د زیاتو اټومي ژمنو د اجرا کولو  هڅه کوي .

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر جلال زاده د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي یې وو د موافقې لپاره وخت په ختمیدا دی وویل دغه څرګندونې په حقیقت کښې د امریکا لخوا له سیاسي ملاتړ پرته د زیات دباو اعمالول دي .

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت په ستومانه کونکو خبرو پسې نه دی بلکې د لورو د ګټو په تامینونکو او منطقي خبرو پسی دی چې د ایران د ملت پرضد ظالمانه بایکاټونه ختم شي .

جلال زاده وویل د ویانا خبرې په لنډه موده کښې نتیجې ته رسیدلی شي په دې شرط چې امریکا ومني د ایران پرضد یواړخیزه بایکاټونه لغو کړي .

هغه د ایران د دیارلسم (۱۳) حکومت د خارجي سیاست کړچار ته په اشارې سره وویل ختیځ ته کتنه ، له ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې او انډوله بهرنی سیاست د ایران د دیارلسم (۱۳) حکومت د اساسي اصولو برخه دي او په همدې دلیل په داسې حال کښې چې د ویانا خبرې روانې دي د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان چین ته لاړ و   او ولسمشر ابراهیم رئیسي هم روسیی ته تللی دی .