د ایران او د فرانسې ولسمشرانو نن خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i111816-د_ایران_او_د_فرانسې_ولسمشرانو_نن_خبرې_وکړې
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل فرانسې او ایران تراوسه څو ځله خبرې کړي دي چې اخري مورد یې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ټیلي فوني خبرې اترې وې چې نیغ په نیغه اغیزونه به یې د ویانا په راتلونکو خبرو کښې ښکاره وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 10:12 Asia/Kabul
  • د ایران او د فرانسې ولسمشرانو نن خبرې وکړې

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل فرانسې او ایران تراوسه څو ځله خبرې کړي دي چې اخري مورد یې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ټیلي فوني خبرې اترې وې چې نیغ په نیغه اغیزونه به یې د ویانا په راتلونکو خبرو کښې ښکاره وي .

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نن د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په یو(۱) ساعته ټیلي فوني خبرو کښې د دوه اړخیزه اړیکو د ژورتیا په هدف سره د تهران او د پاریس د خبرواترو د دوام غوښتنه وکړه او د ویانا د خبرو اترو په چورلیزونو هم غور وشو .

خطیب زاده هم په دې هکله وویل د ایران او د فرانسې د ولسمشرانو اړیکې د اټومي خبرواترو په فیصلو باندې په بیلابیلو سویو اغیز شیندي او ایران خپل دریځونه اعلان کړي دي او د دواړو ولسمشرانو خبرې به د ویانا د خبرو لپاره اغیزشیندونکي وي .