اسلامي انقلاب د نړۍ دوه قطبي نظام له چلینج سره مخامخ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112096-اسلامي_انقلاب_د_نړۍ_دوه_قطبي_نظام_له_چلینج_سره_مخامخ_کړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل اسلامي انقلاب په نړۍ واکمن د کمیونیزم او د لیبرالییزم دوه(۲) قطبي نظام له چیلنج سره مخ کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 08:58 Asia/Kabul
  • اسلامي انقلاب د نړۍ دوه قطبي نظام له چلینج سره مخامخ کړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل اسلامي انقلاب په نړۍ واکمن د کمیونیزم او د لیبرالییزم دوه(۲) قطبي نظام له چیلنج سره مخ کړ .

درې څلویښت (۴۳) کاله مخکې د دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه(۱۲) یعني د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له هیواد څخه پینځلس (۱۵) کاله لیرې پاتې کیدا او جلاوطنۍ وروسته د خلکو په ولوله ناک هرکلي سره د اسلامي ایران په خاورې قدم کیښود .

ایران ته د امام خمیني رحمت  الله علیه له راتلو لس (۱۰)ورځې وروسته د دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷) هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) یعني د نولس سوه نهه اویایم (۱۹۷۹) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په یولسمه (۱۱)نیټه د ایران پرتمینه اسلامي انقلاب بریالی شو او په همدې دلیل د سلواغې د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې څخه یعني د امام خمیني رحمت الله علیه د راتلو له ورځې د سلواغې د میاشتې تر دوه ویشتمې (۲۲) نیټې پورې چې بریالیتوب ته د اسلامي انقلاب د رسیدا ورځ ده د سباوون لسیزه نومول شوي ده او هر کال په دغو ورځو کښې په ټول ایران کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب مراسم او جشنونه ترسره کیږي .

د ایران د اسلامي اقنلاب د بریالیتوب د درې څلویښتمې(۴۳) کلیزې په  مناسبت د پوځ مشر برید جنرال سید عبدالرحیم موسوي وویل د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ اسلامي نقلاب په نړۍ کښې د مستضعغو او مسلمانو  ملتونو او د ایران د  ستر ملت د ازادۍ او د خپلواکۍ انګازې پورته کړې .

هغه وویل د ایران اسلامي انقلاب په تیرو درې څلویښتو (۴۳) کلونو کښې له بایکاټونو ، ګواښونو ، دباونو او پراخو کلتوري یرغلونو سره سره ارزښمنې بریاوې او روښانه پرمختګونه کړي دي .