د ایران په ضد دټرمپ د سیاستونو دوام لیونتوب دی
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنيو اړیکو دکمیشن یوه مسئول مقام کریس مورفي ددې خبرې په کولو سره چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلو ورسوته د ایران په ضد اعمل شوي بندیزونه ،په شرمونکي انداز سره بې اغیزې دي ، د تهران په ضد ئې د امریکا د پخواني حکومت دسیاست دوام لیونتوب وبالۀ.
فارس خبري آژانس راپورورکړ، سناتور کریس مورفي بیګا په یوه هغه یاددښت کې چې په ټایم خپرونې خبری سایټ کې خپور شوی ، لیکلی دي ،د ایران په موضوع کې د ټرمپ ناکامیو ، دجوزف بایډن لپاره له موافقې پرته بل هیڅ نه دي پریښودلي .
دغه امریکائي سناتور په دغې مقالې کې یادونه کړې ده ، ټرمپ د خپلو سلاکارونو له سپارښتونو سره سره ، امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موفاقې وویستله ، هغه هم په داسې شرائطو کې چې ایران خپلو ژمنو ته پابنده ؤ، د خپل ایټمي پروګرام زیاتره برخه ئې محدوده کړې وه او پلټونکو ته ئې د ورتلو اجازت هم ورکړی ؤ . کریس مورفي پخپل یاددښت کې دغه راز په ویانا کې روانو ایټمي خبرواترو ته په اشارې سره لیکلی دي ، د جوزف بایډن حکومت هڅه کړې ، ایران دخبرواترو میز ته وکاږي ، خو ایران له دې وروسته چې امریکا ناڅاپه ناغیړي وکړه ، نو اوس خبرواترو ته څه خاص ګروهنه نه لري . د څه دپاسه یوکال پورې هماغه شان د ایران په وړانډې د ټرمپ د سیاست پخپل ځاي پاتیکیدا نور لیونتوب دی ، پر دې اساس اوس وخت رارسیدلی دی چې د بایډن مرکچي ټیم په هوښیارو امتیازونو سره ، البته ضروری امتیازونه حتما ورکړي څو د اوباما د ایټمي موافقې مادې بیرته اجرا شي .
د جوزف بایډن حکومت تر دې د مه په کرتو د زیاتره دباؤ په نامې سره دهغه سیاست ناکامیو ته چې د امریکا تیر کرغیړن حکومت دا یران په ضد کارولي ، اعتراف کړی دی ، خو جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا د بیرته ستنولو لپاره لازمو اقداماتو په ترسره کولو کې تر دې دمه ناکام دی .