د لویدیځ لوري د جدي ارادې نشتوالي مذاکرات اوږده کړي دي
د ایران خارجہ وزیر: ایران به هیڅکله له خپلو سرو کرښو چې په عقل او حقیقت ولاړې دي، شاتګ ونه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: په ویانا کښې د لویدیځ لوري له خوا د ځینو بیړو، له متن سره تکراري لوبو او یوې ښې او د تکیې وړ موافقې ته د رسیدو لپاره یې د جدي هوډ نه ښودل د خبرواترو د غیرضروري اوږدوالي سبب شوې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران د مرکچي ټیم جدي هلوځلو او د حقیقت پسندانه نوښتونو وړاندې کولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: ضروري ده چې په هر ډول وړاندیز کښې د ایران د روا حقوقو او غوښتنو خیال وساتلې شي.
هغه ټینګار وکړ: ایران به هیڅکله له خپلو سرو کرښو چې په عقل او حقیقت ولاړې دي، شاتګ ونه کړي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول هم د ویانا په مذاکراتو کښې د اسلامي ایران او د نورو هیوادونو د پلاویو د هلوځلو په قدرونې سره، د دغو مذاکراتو په دوران کښې د ټولو لورو ډیرو کوششونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: د ویانا مذاکرات یو حساس پړاؤ ته رسیدلې دي او ضروري ده چې ټول لوري په لازیات نرمښت سره د خبرواترو د پرمخ بیولو سره مرسته وکړي.