په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۱۸۵کسان قرباني کړل 
(last modified Wed, 16 Feb 2022 11:02:48 GMT )
Feb 16, 2022 15:32 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونامنحوس ویروس نور ۱۸۵کسان قرباني کړل 

تر دې دمه په ایران کې په درملنې پسې  شپږ میلیون درې لکه درې اویا زره  اوه سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

زمونږخبریال  راپور راکړ ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت نن دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې  دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس و په هیواد کې په کرونا نور شپاړس زره  دې سوه لس کسان ککړ شوي  چې له دوي دوه زره  دوه سوه پنځه اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي  دي .

 په دغې اعلامیې کې  وئیل شوي دي ،له دوي سره په ایرنا کې تر دې دمه دکرونائي ککړو کسانو شمیر  هم شپږ میلیون اته لکه شپږ اویا زره پنځه سوه شپیتو تنو ته رسیدلی  دی . دغه راز په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دکرونا ویروس له امله د  یوسل پنځه اتیا کسانو په مړینې سره  تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک  څلور دیرش زره  دوه سوه اته دیرش  کسانو ته رسیدلی دی . همداراز تر دې دمه په ایران کې په درملنې پسې  شپږ میلیون درې لکه درې اویا زره  اوه سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .