د هندوستان د سفارت مخي ته د ایراني محصلینو لاریون
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112392-د_هندوستان_د_سفارت_مخي_ته_د_ایراني_محصلینو_لاریون
د تهران د پوهنتون یو شمېر محصلینو د هندوستان د دولت له لوري په روزنیزو او تعليمي مراکزو کې په حجاب باندې د بندون په اعتراض د دې هیواد د سفارت مخي ته مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2022 02:36 Asia/Kabul
  • د هندوستان د سفارت مخي ته د ایراني محصلینو لاریون

د تهران د پوهنتون یو شمېر محصلینو د هندوستان د دولت له لوري په روزنیزو او تعليمي مراکزو کې په حجاب باندې د بندون په اعتراض د دې هیواد د سفارت مخي ته مظاهرې وکړې.

هغوی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت په رول لوبونې باندې په تاکېد سره د هندوستان له دولت څخه غوښتنه کړې چي په خپله پرېکړه کې له سره کتنه وکړي.

په وروستیو ورځو کې د هندوستان د دولت د پرېکړې له مخي، د دې هیواد په کارناتاکا ایالت کې په پوهنتونونو او تعلیمي مراکزو کې په حجاب باندې بندیز لګول شوي او حجاب لرونکې مسلمانې مېرمنې رونیزو مراکزو له ننوتلو منع شوي دي.

په یاد کې ایالت کې له څو ورځې راهیسي مسلمانان د دې پریکړي په خلاف په مظاهرو لاس پوري کړي دي.

په وروستیو کلونو کې په هندوستان کې د نریندرا مودي حکومت د دې هیواد په مسلمانانو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د هند د دولت له لوري د مسلمانانو د ځپلو د سیاست د امله، تندلاري هندوان د واکمن «بی جی پی» په ملاتړ د مسلمانانو په ضد مرګوني اقداماتو ته لاس پوري کړي دي.